Home / خبرونه / ارګ: راتلونکو څو ورځو کې د سولې مشورتي لویې جرګې نېټه اعلانوي.

ارګ: راتلونکو څو ورځو کې د سولې مشورتي لویې جرګې نېټه اعلانوي.

افغان حکومت وايي، د سولې مشورتي لویې جرګې د تشکیل د کمېسیون او د دارالانشاء تر جوړېدو وروسته به د دې جرګې د ترسره کېدو نهايي نېټه اعلان شي.

د سولې مشورتي  لویې جرګې په هکله د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي،

“کله چې فرمان په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي، د لویې جرګې د ترسره کېدو کمېسیون ټاکل کېږي او د سولې د دې لویې مشورتي جرګې دارالانشاء هم جوړېږي. بیا هغوی د دې لپاره چې وګوري د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو خلک راتلی شي، د جرګې د ترسره کولو نهايي تاریخ په خپله اعلانوي.”

هارون چخانسوري زیاته کړه چې د سولې عالي شورا د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لومړني کارونه پيل کړي.

د چخانسوري به خبره ولسمشر اشرف غني د سولې په چارو کې د سیمه‌ییزې اجماع لپاره خپل خاص استازي او د سولې د دارالانشاء مشر عمر داوودزي ته امر کړی چې د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لپاره ژر تر ژره اماده‌ګي ونیسي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...