Home / خبرونه / سنګین کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

سنګین کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

د هلمند امنیتي چارواکي وایي: د سنګین ولسوالی اړوند شکرشیله سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره سوي، چې په پایله کې۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه ټپیان سويدي.

له ۲۱۵میوند قول اردو څخه رسنیو ته په استول سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي سنګین ولسوالۍ کي افغان هوایي ځواکونو پر وسله والو طالبانو دوه هوایي بریدونه کړي، چي په ترڅ کي یې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او دوه تنه ژوبل سوی دي.

خبرپاڼه زیاتوي په سنګین ولسوالی کې د روانو عملیاتو پرمهال چې د۲۱۵ میوند قول اردو درستیزوال ډګروال محمدجواد« علي زاده » په مشرۍ د افغان ګډو ځواکونو له خوا پر مخ وړل کیږي او ادامه لري، چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۲ عرادې فولډر موټر،۲عرادې موټرسایکل د عملیاتو پرسونل لاسته ورغلي او ۲۰ د تیرکشونو ځایونه او۱۷۰ متره نښلوونکی خندق د افغان ګډو ځواکونو له خوا په نښه او ویجاړ سويدي.

ددې ترڅنګ د هلمند ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا ۲۸ کړۍ ماینونه کشف او چاودنه ورکړل شويده

خبرپاڼه زیاتوي چي پدې عملیاتو او هوایي بریدونو کي ملکي وګړو ته مرګژوبله نه ده اووښتې.

وسله والو طالبانو بیا پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...