Home / خبرونه / له بېوزلو مېرمنو سره د روغتیايي مرستو پروګرام پیل شو

له بېوزلو مېرمنو سره د روغتیايي مرستو پروګرام پیل شو

نن چهارشنبه (کب، ۸) د دولت لخوا په هلمند کې له بېوزلو مېرمنو سره د روغتیايي مرستو ملي پروګرام پیل شو، چې د دریو میاشتو په لړ کې به د هلمد ولایت پ روغتیايي مرکزونو کې اته څلوېښت زره مېرمنو سره نغدي مرسته کیږي.

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د هلمند د عامې روغتیا رییس عبدالاحد حازم وویل، چې ددې پروګرام لپاره اته څلوېښت میلیونه افغانۍ ځانګړې سوي دي او په هر روغتیايي مرکز کې به د یوې تعین شوې کمېټې له لارې دا مرستې تر پنځلس کلنۍ پورته عمر لرونکو بېوزله مېرمنو پورې رسېږي او روغتیايي مرکزونو ته د راتونکو مېرمنو د تداوۍ ترڅنګ به ورسره نغدي مرسته کیږي.

په دې پسې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان خبرې وکړې، والي، هلمند له بېوزلو مېرمنو سره د مرستو پروګرام کې د ګډون لپاره مهم ولایت ځکه یاد کړ، چې دلته د بېوزلۍ کچه زیاته ده. د هلمند والي دغه راز مستحقینو ته د مرستو په رسولو ټینګار وکړ او د ټولو کمېټو له مسولینو څخه یې وغوښتل، چې دغه پروګرام باید پوره شفاف ترسره شي.

ددې غونډې په ترڅ کې له ځینو بېوزله مېرمنو سره نغدي مرستې هم وسوې.

د دولت لخوا له بېوزله مېرمنو سره د مرستو ملي پروګرام د افغانستان په ځینو ولایتونو کې پیل سوی او نورو کې به هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یوې سروې له مخې د افغانستان څلور پنځوس سلنه وګړي له بېوزلۍ کړېږي.

راپور: سېدالرحمن ویال

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...