Home / ځانګړي مطالب / د ولس ملاتړ او د سرتېرو پر روحیه یې تاثر/ سېدالرحمن ویال

د ولس ملاتړ او د سرتېرو پر روحیه یې تاثر/ سېدالرحمن ویال

افغان امنیتي ځواکونو د جګړې سره اور ته ځانونه د سپر پڅېر نېولي؛ تر دوی د اور لمبې را تاوېږي، خو نپرېږدي چې ددې اور لمبې ولس وسوزوي؛ دا خاوره ورته د مور حیثیت لري او  د مور دفاع پر ځان فرض ګڼي؛ د خاورې هر دښمن یې په منډه کړی، خو د جګړې د کرښې همدا سرتېری له خپل ولسه څه غواړي؟

د کب نهمه د سرتېرو ملي ورځ ده، په دې ورځ مې له ځینو سرتېرو وپوښتل، چې له ولسه څه هیله لرئ؟ ډېرو یې لنډ راته وویل، چې زموږ ملا دې را وتړي.

حیرانوونکې ده، هغه سرتېری چې د ولس لپاره هرې قربانۍ ته تیار دی؛ یوازینۍ هیله یې داده، چې خپل خلک یې ملا ور وتړي او  ولس یې دومره بې شعوره دی، چې د سرتېرو دا هیله یې هم نه ده پوره کړې.

هغه د ډاکټر احسان الله درمل خبره، چې په یوېشتمه پېړۍ کې زموږ په مهمو شعارونو کې دا هم دي، چې وطن مه ورانوئ، له نظامه ملاتړ وکړئ او … . نورو خلکو ته خندا ورځي، چې پوه شي، موږ اوس هم خپلو خلکو ته دا خبرې ور زده کوو.

د ولس ملاتړ له خپلو سرتېرو د دښمن پر مخ کلکه څپېړه او سرتېرو ته د غرور او جرات احساس ورکول دي؛ که ولس د سرتېرو ملاتړ او مرسته وکړي، ددې وطن هیڅ دښمن به نه په مخامخ جګړه کې او نه د فکري جګړې له لارې بریالی شي، چې دې وطن ته زیان ورسوي، ځکه چې د ولس له ملاتړ سره د سرتېرو روحیه غښتلې کیږي او یوازیتوب احساس یې له منځه ځي، په رواني لحاظ غښتلي کیږي، د جګړې پر مهال ورسره د هیواد د ټولو وګړو د ملاتړ احساس ملګری کیږي او د ولس ملاتړ په جګړه کې د سرتېرو بری حتمي کوي.

نو د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړئ؛مه پرېږدئ، چې د سرتېرو روحیه کمزورې شي او ددې جګړې اور ستاسې تر کورونو در ورسېږي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...