Home / بهرني خبرونه / هند پر پاکستان برید کړی

هند پر پاکستان برید کړی

نن سهار هندي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه هیواد هوایي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې دننه د وسلوالو ډلو پر مرکزونو بریدونه کړي او پراخه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

هندي پوځ ویلي، دغه بریدونه یې په بالاکوټ، چاکوټي او مظفر اباد سیمو کې د جیش محمد ډلې د سوق او ادارې پر مرکزونو کړي چې په بشپړه توګه ويجاړ شوي او تر ۲۰۰ پورې مخالف وسلوال یې وژلي دي.

تر برید وروسته د هند د حکومت ګڼو مهمو لوړپوړو چارواکو د هند پوځ او مودي ته په پاکستان کې د وروستي هوايي برید له امله مبارکي ورکړې ده.

بلخوا بیا پاکستان د دغه برید په تړاو توند غبرګون ښوودلی او دا یې په خپل حاکمیت د هندي پوځ بربڼډ تیری بللی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور ویلي، چې هوایي ځواکونو یې د هندي الوتکو مخه نیولې، خو د تګ پر مهال یې په بالا کوټ کې پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.
پاکستان ویلي ، د هندي ځواکونو په بریدونو کې چاته کوم تلفات نه دي اوښتي او دا چې د وسلوالو ډلو مرکزونه یې په نښه کړي، هم رد کړې ده.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور څلور تنه نیول سوي.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي د پولیسو له لوري څلور تنه شکمن کسان نیول سوي، ...