Home / اقتصاد / د بولان څېړنیز فارم ته دېوال جوړ سو

د بولان څېړنیز فارم ته دېوال جوړ سو

ددې پروژې ټول لګښت ۳۵ میلونه افغانۍ دي، چې د نړيوال بانک لخوا د کرنې وزارت د انکشافي بودیجې په چوکاټ کي ورکول شوي؛ د رغولو چاري يې په ۱۳۹۴ کال کي پیل او پرون دوشنبه ګټې اخیستني ته وسپارل سوه.

د بولان د څېړنیز فارم په دې پروژه کي د کارکوونکو لپاره ۱۸ اطاقه مجهزه ودانۍ او حال ، د ماشینرۍ د ترمیم لپاره شاپ، د تخمونو د پروسس مرکز، د اوبو ذخیره او د یاد فارم د احاطيې دیوال چي ټول ۲۵۶۵ متره کیږي جوړ او رسما د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان له لوري پرانیستل شوه.
هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د جوړوو شوو ودانیو او د څېړنیز فارم د بېلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه او ژمنه يې وکړه چي د کرني په برخه کي به لا نور سهولتونه رامنځته کړي ترڅو دلته د کروندګرو پر وړاندي پرتې ستونزي حل شي.
د کرني ريئس انجينر زلمي الکو وويل په دې سره به د زراعت ریاست په کارونو په خاص ډول د څېړنیز فارم په برخه کي اسانتیاوي رامنځ ته شي او وبه کولای شي چي دلته ډیر تخمونه تر څېړنو لاندي ونیسي او په مسلکي ډول به يې روزنه او چارې هم سرته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، (( هلمند یو زراعتي ولایت دی او هوا يې ډیرو مېوو او غلو دانو لپاره مناسبه ده چي ددې څېړنیز فارم د تخمونو د پروسس مرکز دلاري به ډیري څېړني ترسره او مناسبي غلې داني او میوه لرونکي وني به وپېژندل شي چي په هلمند کي ښه حاصلات ورکوي.))

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...