Home / روغتيا / څېړونکو لنډ خو سخت ورزش د وزن په کمولو کې ډېر اغېزمن بللی

څېړونکو لنډ خو سخت ورزش د وزن په کمولو کې ډېر اغېزمن بللی

په برتانیا کې یوه څېړنه وایي، د وزن کمولو تر ټولو ښه لار دا ده چې لنډ خو سخت ورزش وکړئ. څېړنه وایي، د نیم ساعت یا یو ساعت لپاره ارام ورزش کول د وزن کمولو کې ډېره مرسته نه کوي.

په دې څېړنه کې ټولو ګډونوالو وزن کم کړی، خو د هغو وزن چې لنډ او سخت یا ثقیل ورزش یې کاوه، د نورو پرتله ۲۸ سلنه ډېر کم شوی.

خو څېړونکي وایي، دا ډول ورزش ښایي د هر چا لپاره مناسب هم نه وي، ځکه د ژوبلېدو شونتیا پکې ډېره وي او پر زړه هم فشار زیاتوي.

په دې ورزشونو کې بایسکل چلول، لامبو، ځغاسته او سوک وهنه ډېر ګټور بلل شوي.

تر ټولو ګټور ورزش ځغاسته ده، خو څېړونکي وایي، که وزن کمول غواړئ نو یوازې په ځغاسته ځانونه مه خلاصوئ، او نور ورزشونه هم کوئ.

د برتانیا د روغتیایي خدماتو ملي اداره سپارښتنه کوي چې هر وګړی باید په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې ورزش وکړي، چې پکې ځغاسته، بایسکل چلول یا عادي قدم وهل یاد شوي.

کارپوهان وایي، د لنډ خو سخت ورزش ګټه دا هم ده چې مثبت اغېز یې د څو ساعتونو لپاره دوام کوي، او ترې وروسته انسان ډېر وږی کېږي هم نه.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

له بېوزلو مېرمنو سره د روغتیايي مرستو پروګرام پیل شو

نن چهارشنبه (کب، ۸) د دولت لخوا په هلمند کې له بېوزلو مېرمنو سره د ...