Home / خبرونه / د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ نن پیلیږي

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ نن پیلیږي

د افغان لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی او د ایرلینډ لوبډلې لوبډلمشر پاول سټرلینګ په هند کې د افغانستان اسلامي بانک له جامونو سره

ټاکل شوې، چې افغان کرکټ لوبډله به د افغانستان پر وخت پنځه نیمې بجې د هند په دهرادون ښار کې له ایرلینډلوبډلې سره د دریو ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.  افغان لوبډله له ایرلینډ لوبډلې سره د افغانستان اسلامي بانک جام په لړ کې درې ۲۰ اوریزې، پنځه ۵۰ اوریزې او یوه ټیسټ لوبه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ ددې لوبو لپاره ۴۵ لوبغاړي هند ته د تمریناتو په موخه استولي وو، چې تمرینات یې ترسره کړي.

دا لوبې کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه ترسره کیږي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست
x

Check Also

امنیتي چارواکي: ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند قول اردو چارواکي وایي: د هلمند ولایت اړوند ولسوالیو کې ۴۳ تنو وسله ...