چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه (page 3)

خبرونه

د ایمرجینګ لوبغاړو د موندلو دوې سیالۍ

خپلواک دریځ د ایمرجینګ لوبغاړو خپلمنځي لوبو کي منیرخان، اکرام علي خېل او بهیرشها ځلېدلي. خوست کي د ایمرجنګ کمپ خپلمنځي سیالیو دویمه لوبه د A او B لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. د B لوبډلې په ۵۰ اورونو کي د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو، ۲۶۹ منډې ترلاسه کړې چې …

نور ولوله

د سوریې ادلب کي چاودني ۳۹ کسان ووژل

د رپوټونو له مخي د سوریې د ادلب ولایت په سرمدا ښار کي یوه څو پوړې ودانۍ کي چاودني د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۳۹ کسان ووژل. چاودنه د یکشنبې په ورځ د اګسټ ۱۲ ناوخته سوې، خو لامل یې لا هم معلوم نه دی. مګر ځینې رپوټونه وايي، چي …

نور ولوله

په پښتونخوا کي ښځو پاکستاني پوځیانو ته د شرم بنګړي ورکړل

د پښتونخوا په مرکز پېښور کي پښتنو ښځو د دغه هېواد د پوځ افسرانو ته د ښځو بنګړي ورکړل. دا کار چي ښځي نارینه ته بنګړي ورکړي یا ټیکری/لوپټه ور په سرکړي د پښتو په کاڼي دا معنی لري چي مخاطب سړی نهایت بې غیرته او پست فطرته دی. ویل …

نور ولوله

د غزني امنیه قوماندان وايي، د غزني په جګړه کي د برخوالو طالبانو اکثره بهرنیان دي

د غزني امنیه قوماندان فرید مشال وايي، په غزني کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کي د شاملو یاغیانو اکثریت د بهرنیانو دی. د ډیلي مېل ورځپاڼي د راپور له مخې، مشال وویل، په سلګونو طالبان وژل سوي دي. همداراز په سلګونو طالبان، امنیتي ځواکونه او ملکیان ژوبل سوي …

نور ولوله

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سږنی فصل لغوه سو

د افغانستان فټبال غوره لیګ ترسراوي او فټبال فدراسیون مسوؤلین وايي چي د اقتصادي ستونزو له کبله سږ کال نسي کولی چي د فټبال غوره لیګ سیالۍ پر خپل و خت ترسره کړي. له دې بنسټ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښایې دا لوبې راتلونکې کال …

نور ولوله

د هوایي چلند چارواکي وایي عواید یې د ۲۰۱۳ په پرتله زیات سوي.

د افغانستان د ملکي او هوايي چلند چارواکو اعلان وکړ چي د ۲۰۱۳ کال پر تله یې عواید درې برابره ډېر سوي او د نویو هڅو پر مټ به دا لا هم زیات سي. هره ورځ شاوخوا درې نیم سوه الوتکي د افغانستان له فضا تېریږي او د افغانستان دننه …

نور ولوله

زاخېلوال د پاکستان له لوی درستیز څخه د خپلو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړه

په اسلام اباد کي د افغانستان سفیر د پاکستان له لوی درستیز څخه وغوښتل چي د افغانستان د سولي په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي. عمرزاخېلوال پرون په راولپنډۍ کي د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره د سولي او په افغانستان کې د وروستیو تروریستي حملو …

نور ولوله

د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه ۳۵ کسان لري سوي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر ارزونو وروسته د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی نوملړ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته استولی دی. ددغه کمیسیون چارواکي وایي؛ ددوی د ارزونو په لړ کې د پارلمان ۳۵ کاندیدان له نوملړ نه ویستل سوي دي. چارواکي د اوس لپاره د حذف سویو …

نور ولوله

په غزني ښار کي د نښتو په اړه ضد و نقیض راپورونه

د افغانستان حکومت وايي چي له غزني ښاره یې طالبان شړلي او د ښار بشپړ کنټرول د امنیتي خواکونو په لاس کي دی. له بلې خوا په داسې حال کې چي طالبانو د غزني د موبایل ټېلفونونو شبکې ویجاړې کړي او له غزني ښار سره هر ډول ټېلفوني تماس پرې …

نور ولوله

د امریکا تښتول سوې مسافر وړونکې الوتکه سمندر کي لوېدلې

امریکايي چارواکو ویلي، هغه مسافر وړونکې الوتکه چي له اجازې پرته یې د “سیاتل تاکوما” له نړیوال هوايي ډګره الوت کړی و، په سمندر کي لوېدلې ده. دغي الوتکي سپرلي نه لرلې او د پیلوټ د هویت په اړه یې تر دې دمه معلومات نه سته. پولیسو ویلي، دا پېښه …

نور ولوله