چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه (page 20)

خبرونه

د کابل د پرونیو حملو د وژل سویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېدی

په کابل کي د طالبانو او داعش د وسله والو ډلو د پرونیو حملو د تلفاتو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن وویل، په دواړو حملو کي ۱۶ تنه وژل سوي او ۲۸ نور ژوبل دي. په وروستیو کې کابل ښار د پر له …

نور ولوله

امریکا له ایران سره له اتومي موافقې ووته

د امریکا ولسمشر له ډېرو سلا مشورو وروسته تېره شپه اعلان وکړ چي له ایران سره له اتومي موافقې وځي. له ایران سره امریکا او د نړۍ د ۵ نورو غښتلیو هیوادونو موافقه د اوباما د ولسمشرۍ په موده کي د یورانیمو د نه غني کولو په وړاندې ایران ته …

نور ولوله

افغان ځواکونو د بدخشان کوهستانات ولسوالي بېرته ونیوله

افغان امنیتي ځواکونو  د بدخشان ولایت د کوهستانات ولسوالي بېرته ونیوله. د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وویل، د کوهستانات ولسوالي د بېرته نیولو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده. دانش همداراز وویل چې لا هم د ولسوالۍ په شاوخوا غرنیو سیمو کې …

نور ولوله

د جنرال رازق پر کور ډله ییزه حمله ناکامه سوه

یوه وسله وال په کندهار کي د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور د موټرسایکل بم په وسیله حمله وکړه. په دې برید کي، چې پرون ماښام مهال وسو، څوک ژوبل سوي نه دي؛ یوازې انتحاري ترهګر او دوه ملګري یې له منځه تللي دي. جنرال عبدالرازق پېښه تایید کړه، …

نور ولوله

د نوم لیکني ورو بهیر د ټاکنو کمیسیون اندېښمن کړی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د هغو کسانو شمېر چي تر دې دمه یې راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کي رایه ورکولو ته نوم لیکنه کړې، دوی ته د قناعت وړ نه دی. یاد کمیسیون وایي، په تېرو درېیو اونیو کې ۹۴۸۴۶۷ کسانو نوم لیکنه کړې، …

نور ولوله

نیکلسن د افغانستان د لانجې د غوڅولو لپاره د واشنګټن او مسکو د اړیکو ښه کېدا غواړي

په افغانستان کي د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان هیله څرګنده کړه چي واشنګټن او مسکو به په خپل منځ کې اختلافات حل او د سختدریځو پر ضد به له یو بل سره په ګډه کار وکړي. ډګر جنرال جان نیکلسن، چي په ځلونو روسیه د افغان طالبانو په ملاتړ …

نور ولوله

د دوستم او نور په ګډون یو نوی ايتلاف اعلان سو

د جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په مشرۍ د ولسي جرګې یو شمېر غړیو یو نوی ايتلاف اعلان کړ. د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رييس عنایت الله بابر د دې ايتلاف د جوړېدو خبر او ډله ییز عکس انلاین خپور کړی دی. …

نور ولوله

د امریکا پوځ: د افغانستان په ختیځ کي مرګ ژوبله وراوښتې

د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ ویلي، د افغانستان په ختیځ کي یې یو سرتېری د جنګي ماموریت په لړ کي وژل سوی او بل ټپي سوی دی. د امریکايي ورځپاڼي (دي هیل) د راپور له مخي، په دې عملیاتو کي یو شمېر افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله …

نور ولوله

ټرمپ: د افغانستان له دوږخه نور باید ځان خلاص کړو

واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کي ویلي چي د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل هیواد د سنا جرګې جمهوریپال غړي رند پاول ته په خصوصي خبرو کي ویلي چي له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان لري. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي پر اساس، سناتور …

نور ولوله

ارګ: د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکني د مرکزونو امنیتي تدابیر دې ونیول سي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اندېښنه ښودلې چي که د نوم‎لیکنې بهیر په اوسني سرعت سره دوام وکړي، دا احتمال سته چي له درې میلیونو لږ کسان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کي ګډون وکړي. د انتخاباتو مسؤل چارواکي هیله لري چې د جون د …

نور ولوله