چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه (page 2)

خبرونه

سرخط؛ په هرات کې ۷۱ ماشومان پلورل شوي

بالاخره، جګړې، بې‌وزلي او بې‌کاري افغانان د خپلو اولادونو پلورلو ته اړ ايستل، يوازې د هرات په شيدايي ولسوالي کې سږ کال بې‌ځایه شویو کورنيو خپل ۷۱ ماشومان پلورلي دي. د هرات د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولانو رياست وايي، سږ كال هلته ۷۱ ماشومان د خپلو كورنيو له …

نور ولوله

طالبانو په کندوز ولایت کي لږترلږه ۱۰۰ تنه یرغمل کړل

په کندوز کي چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو ۳ بسونه په لاره درولي او په لسګونو سپرلۍ یې یرغمل کړي دي. د کندوز د والي ویندوی عصمت الله مرادي وویل، دا کسان نن /دوشنبه/ سهار هغه مهال وتښتول سول چې دوی له تخار ولایت څخه پلازمېني کابل ته روان …

نور ولوله

محمداشرف غني: د طالبانو له لوري د اوربند تر منل کیدو پوري دي عملیات روان وي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر کړی، تر څو چي طالبانو د حکومت اوربند ته مثبت ځواب نه وي ورکړی، د دوی پر وړاندي دې عملیات جاري وي. ولسمشر غني ويلې چي د اوربند ځانګړني د افغانستان دسيمه يېزو ارګانونو په شمول دفاعي او امنيتې سکتور ګډ …

نور ولوله

ولسمشر غني طالبانو ته ۳ میاشتې مشروط اوربند اعلان کړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزي په مناسبت یوې غونډي ته د وینا په مهال، چي له تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده، طالبانو ته په دې شرط درې میاشتنی اوربند اعلان کړ چي طالبان هم اوربند رعایت کړي. د افغانستان ولسمشر د علماوو …

نور ولوله

د دشت برچې د حملې د مرګ ژوبلو شمېر تر ۱۰۰ واوښت

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وايي چي د دشت برچي د حملې د مرګ ژوبلو شمېر زیات سو. د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح وايي، د موعد په روزنیز مرکز کې د انتحاري حملې په نتیجه کې ۴۸ تنه وژل سوي او ۶۷ نور ژوبل دي. په ټپیانو کي …

نور ولوله

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشر بې درکه سوی

د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالعزیز اریايي د خپلي کورنۍ له غړیو سره وروسته له دې کوم بهرني هیواد ته تښتېدلی چي د ولسي جرګې د کاندیدانو له منځه یې ۳۵ تنه له کاندیدو محروم کړل. پژواک خبري اژانس وايي، یوې باوري سرچینې د نوم د نه ښودلو …

نور ولوله

ایران کي د تر ټولو لویې لمريزي برېښنا بټۍ جوړېدل وځنډول سوه

د کرکوس په نوم برتانوي شرکت د امریکا د بندیزونو له امله په ایران کي د ۶۰۰ میګاواټه لمري یا سولري برېښنا تر ټولو لویې بټۍ جوړول وځنډول. د دې پروژې ارزښت ۵۷۰ میلیون ډالرو ته رسېږي. د سولري یا شمسي برېښنا د دې بټۍ د جوړولو تړون د ۱۳۹۶ …

نور ولوله

خټک: له غزني څخه د پاکستانیانو مړي راوړل کېږي

په پاکستان کي د بشري حقونو مخکښ مدافع او د عوامي نشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي، د غزني په جګړې کي د وژل سویو پاکستانیانو مړي درګرده پاکستان ته وروړل کېږي. افراسیاب خټک د غزني په جګړه کي د ګڼ شمېر پاکستاني اتباعو د وژل کېدو او نیول …

نور ولوله

غزنی په پوره ډول له طالب وسله والو پاک سو

د غزني ښاریانو نن سهار رسنیو ته ویلي چي طالبان د ښار تقریباً له ټولو برخو وتلي خو ګڼو دولتي ودانیو ته یې اور اچولی دی. دوی وايي چي اوس له ښاره دباندي په اسفندې، نوغي او همداراز د خوږیاڼي ولسوالی په شاوخوا کي جګړه روانه ده. ځینې شاهدان وايي …

نور ولوله

غزني کي د مخابراتي شبکو د فعالیت د بندېدو علت څېړل کېږي

د افغانستان د حکومت اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وايي چي په غزني کي د مخابراتي شرکتونو د خدماتو پر پرچاو کېدو به غور وسي. پر غزني ښار د وسله والو طالبانو له پراخ یرغله وروسته له دې ښار سره هر راز تماس غوڅ سوی دی ځکه چي وسله والو طالبانو …

نور ولوله