چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه (page 10)

خبرونه

قطر او متحده عربي امارات هم افغانستان ته پوځونه لېږي

د خلیج د سیمي دوه سره سیال هیوادونه په افغانستان کي د ناټو او امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف غړي سول. واشنګټن ټایمز ورځپاڼي د جمعې په ورځ ناوخته د چارواکو په قول وویل، د قطر او متحده عربي اماراتو مځکني ځواکونه به د افغان امنیتي ځواکونو د روزني …

نور ولوله

ولسمشر غني: ‘له دې وروسته نامسؤول وسله وال نه منم’

دی چي تازه د افغانستان ختيځ ننګرهار او لغمان ته سفر کړی، پرون يې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو کي پوځ ته په وینا کي وويل، د پوځ يو سرتېري ترې وغوښتل، چي حکومت د غيرې مسؤوله وسله والو پر وړاندي ودرېږي. ښاغلي غني د اشارې په توګه، د شمالي …

نور ولوله

د پینتاګون راپور وايي چي د ملکي افغانانو مرګ ژوبلي ډېري سوي

د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت په شپږ میاشتني راپور کي ویل سوي چي د تېر کال د دسمبر له لومړۍ څخه د سږ کال د مې تر یودېرشمې پوري په افغانستان کي د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو شمېر ۴۲۲۳ تنه و چي په څلورو کي …

نور ولوله

په بغداد کي د افغانستان په سفارت کي اور ولګېد

د عراقي رسنیو د راپور له مخي، په بغداد کي د افغانستان د سفارت په ودانۍ کي پرون اور ولګېد. د عراق د ملکي دفاع ادارې تایید کړه چي په بغداد کي د افغانستان سفارت پرون ماسپښین مهال اور واخیست. اور وژونکي سمدستي د پېښي ځای ته واستول سول او …

نور ولوله

راشد خان: کرېکټ زما لپاره یو ښکلی خوب دی

پتېل شوې چې نن چهارشنبه د جولای ۴مه به راشد ارمان د انګلستان په یوه کورني لیګ ویټالیټي بلاسټ (Vitality Blast) کې د ساسکس کلب لپاره خپله لومړۍ لوبه وکړي او په کرېکټ کې د لا ځلېدو ارمان ژوندی وساتی. راشد ارمان برتانوۍ ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، کرېکټ د …

نور ولوله

د پاکستاني طالبانو یو بل مشر په کونړ کي ووژل سو

راپورونه وايي، د پاکستاني طالبانو یو مهم قوماندان ملا یاسر د بې پېلوټه الوتکې په برید کي په کونړ ولایت کي وژل سوی دی. افغان چارواکو نن وویل، ملا یاسر تېر ماښام د کونړ په شلتن کي د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کي ووژل سو. د دوی …

نور ولوله

پاکستان ۱۲ طالبان اعدام کړل

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د ۱۲ پاکستاني طالبانو د اعدام حکم ورکړ. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، جنرال جاوید قمر باجوه ۶ نور سختدریځي په عمرقید محکوم کړل او ویې ویل چې له ترهګرو سره به سخت چلند دوام وکړي. پاکستان هر څه موده وروسته په …

نور ولوله

ولسمشر غني د افغانستان د لارو د کارولو لپاره پاکستاني لاریو ته شرط کېښود

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر څو چي افغان لارۍ چلوونکو ته اجازه نه وي ورکړل سوې چي خپل بار د هند تر امرتسر ښاره پوري ورسوي، پاکستاني ټرکونو به د افغانستان خاوري ته نه پرېږدي. ښاغلي غني دا خبره په جلال اباد کي د ننګرهار د ولایتي …

نور ولوله

د هیڅ هلمندي کریکټ لوبغاړي استعداد به نه وژل کیږي.

خپلواک دریځ په دې وروستیو کې د افغانستان د کریکټ بورډ له لوري، د ملي لوبډلې لپاره د تېزو توپ اچوونکو او ۱۹کلنې لوبډلې ته د لوبغاړو د پیداکولو په موخه په زونونو کې له ځوانانو ازموینې اخیستل شوي، چې ډیری ښه لوبغاړي ورته په لاس ورغلي خو ځینو هلمندیو …

نور ولوله

مړه ګڼل سوې مېرمن د روغتون یخچال کي ژوندۍ سوې

په جنوبي افریقا کي یوه مېرمن چي ډاکټرانو مړه ګڼلې وه، ناڅاپه د روغتون په یخچال کي ژوندۍ سوې ده. د راپورونو پر بنسټ، یاده مېرمن اوس په روغتون کې تر درملني لاندي ده. دغه مېرمن د جنوبي افریقا په ګوتینګ سیمه کي د موټر ټکر پېښه کي د ژوبلېدو …

نور ولوله