یوناما: د جګړو پر مهال باید د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وشي

یوناما: د جګړو پر مهال باید د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وشي

هلمند کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: چي په سیمو کي د جګړې پر مهال د جنګ دواړي غاړي باید د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه زیاته کړي.

پدې خبري ناسته کي د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون مشري سیما ثمر هم ګډون درلود، اغلي ثمر په ټینګار سره وویل: چي د ملکي وګړو مرګژوبله په هیڅ صورت د زغملو وړ نه ده او باید د جګړې پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه زیاته شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو په لښکرګاه کي په یوه خبري غونډه کي د خبریالانو پوښتني ځواب کړې.

ښاغلي یماماتو پدې خبري ناسته کي څرګنده کړه، چي ملګري ملتونه له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي، څو د سولي پروسه ګړندۍ شي او په افغانستان کي ژر جګړه پای ته ورسیږي.

یماماتو وویل: ملګري ملتونه په افغانستان کي داسي سوله غواړي، چي په هغه کي د افغانانو ارزښتونه او لومړیتوب په پام کي نیول شوې وې.

هغه وویل:

(ملګري ملتونه له افغان حکومت سره په شریکه هڅه کوي، چي په افغانستان کي تل پاتي او پایداره سوله رامنځته کړي، د سولي په خبرو کي ډېر صلاحیت افغانانو ته ورکول کیږي، ځکه سوله د افغانانو لپاره ده او افغانان باید خپله خپل ارزښتونه وټاکي.) 

په افغانستان د یوناما د بشري حقوقو څانګي مشر ریچرد پدې خبري ناسته کي ومنل چي په وروستیو کي د جګړې پر مهال په بیلابیلو سیمو کي ملکي تلفات زیات شوي دي.

ښاغلي ریچرد وویل: یوناما په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چي د هیواد په ګوټ کي ګوټ کي د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کي ګوټلي ګامونه پورته کړي.

ده زیاته کړه:

(زه دا خبره منم، چي ملکي تلفات زیاتیږي، اما دا هم په نظر کي ونیسئ، که چیري موږ دا راپورونه نه خپرولای او موږ د جنګ له دواړو غاړو سره خبري نه کولای، ممکن ملکي تلفات تر دې هم زیات شوی وای، ممکن جنګ دوام پیدا کړي او ملکي تلفات لا پیسي زیات شي.)

افغانستان کي د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون مشره سیما ثمر وایي: د ملکي تلفاتو پر وړاندي هیڅ وخت چوپه خوله نه ده پاتي شوي، بلکي د بشري حقوقو کمیسیون او یوناما په جلا جلا ډول د ملکي تلفاتو راپورونه راټولوي او پر وړاندي یې ږغ پورته کوي.

اغلي ثمر وویل: دا د ذغم وړ نه ده، چي په سیمو کي د جګړې پر مهال ملکي وګړي زیانمن شي.

ثمر زیاته کړه په وروستیو کي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کی د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

یوناما او د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون پر داسي مهال د ملکي تلفاتو د لوړي شمېري په اړه اندېښنه څرګندوي، چي هلمند کي په وروستیو کي د وسله والو طالبانو په مځکنیو ماینونو او کورونو کي د سنګر جوړولو پر مهال زیات شمیر ولسي وګړو ته مرګژوبله اووښتې ده.

راپور: میوند مېړنی