د ای پي اېل نننۍ ننداره؛ سنرایزر حیدراباد له کینګز ایلېون پنجاب سره مسابقه کوي.

د ای پي اېل نننۍ ننداره؛ سنرایزر حیدراباد له کینګز ایلېون پنجاب سره مسابقه کوي.

د هند غوره لیګ د مینوالو له علاقې سره سم پرجوشه او زړه راښکونکی دوام لري؛ هره ورځ پکې یوه نه یوه نوې کانه کېږي او همدا دلیل دی، چې سږ یې جذابیت له تېرو کالونو زیات دی.

مخکې مو د نوو کانو خبره وکړه، د هغې د تثبیت لپاره یادولی شو، چې د ار سي بي او کلکتې ترمنځ وروستۍ لوبه کې زموږ له فکره بېخي لرې څه وشول، رسل نوې کانه وکړه او د ارسي بي لوړ هدف یې پوره کړ، بله نوې دا هم ده، چې ار سي بي په شپږو لوبو کې تراوسه یوه هم نه ده ګټلې؛ د ار سي بي بدبختي یې یادوئ که بل څه؟ خو دا هم باید هېره نه شي، چې دوی په دې شپږو لوبو کې ځینې ښې لوبې هم وکړې، خو ویې نه ګټلې.

له دې سره څنګ کې نورو لوبډلو هم سږ ای پي اېل زړه راښکونکی کړی او ډېرې جالبې وشوې.

نن به یوه بله په زړه پورې ننداره وګورو؛ سنرایزر حیدراباد د کینګز ایلېون پنجاب پر وړاندې د افغانستان پر وخت ماښام اوه بجې لوبه کوي. دا لوبډلې تراوسه د یو او بل پر نه دي لوبېدلي او مینوال یې تمه لري، چې لوبه به جالبه وي.

یاده دې وي، چې له حیدراباد سره دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي او له کېنګز ایلېون پنجاب سره ځوان توپ اچونکی مجیب الرحمن هم لوبېږي.

راپور: س/ ویال