کابل ته د هلمند والي سفر، لیدنې او لاسته راوړنې

کابل ته د هلمند والي سفر، لیدنې او لاسته راوړنې

د هلمند والي وايي، کابل ته په وروستي سفر کې یې زیاتې لاسته راوړنې درلودې او د جمهور رئیس په ګډون ټولو مرکزي مسولینو ورسره دې ولایت ته د پاملرنې زیاتېد ډاډ ورکړی.

 د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان تېره اونۍ کابل ته تللی و او هلته یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بيګ ، د دفاع وزیر اسدالله خالد، له کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د ملي امنيت عمومي مشر محمد معصوم ستانکزي او يو شمېر نورو امنيتي مقاماتو سره جلا جلا لیدنې وکړې.

هغه په دې هلکه خبرې د هلمند ولایت مقام کې د نظامي شورا مهالنۍ غونډې کې وکړې، ښاغلي یاسین وویل، چې د جمهور رئيس په ګډون ټولو مرکزي مسولينو ورته ډاډ ورکړی، چې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت اړوند برخو کې ستونزې او خلاوې به ډکې او دې ولايت ته به پاملرنه زیاته کړي.

د هلمند والي ددې کاري سفر په پیل کې له والیانو سره د ولسمشر د لیدنو په لړ کې له افغان ولسمشر سره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رئیس عبدالمتین بېګ په حضور کې ولیدل او له ولسمشر سره یې د هلمند ولایت د هر اړخیز وصعیت په باب مالومات شریک کړل، والي همدارنګه، د وروستیو سیلاب ځپلیو کورنیو سره د مرستو د بهیر، امنیت او په هلمند ولایت کې د زراعت د پراختیا په اړه خپل راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.

جمهور رئيس په دې لیدنه کې هلمند  والي ته د وروستيو امنيتي او نورو لاسته راوړنو د دوام سپارښتنه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ چې نور به هم دې ولايت ته هر اړخيزه پاملرنه وشي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ورپسې هلمند والي، د دفاع له وزیر اسدالله خالد سره ولیدل او ددې کتنې په ترڅ کې یې د هلمند د امنیتي وضعیت په باب مالومات ورسره شریک کړل، هغه په هلمند کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او لاسته راوړنو سربيره د راتلوونکو امنيتي پلانونو ترڅنګ د وسلو، تجهيزاتو او تشکيلاتو د لا تقويې په اړه ستونزې او وړانديزونه له دفاع وزیر سره شريک کړل. دفاع وزیر ښاغلي خالد په هلمند کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او هم يې هلمند والي ته ډاډ ورکړ، چې د مطرح شويو موضوعاتو په هکله به لازم اقدامات ترسره کړي.

هلمند والي ښاغلي یاسین خان ددې لیدنو په پای کې، د کورنیو چارو له وزیر ښاغلي مسعود اندرابي سره وکتل او د ملي امنیت له عمومي مشر محمد معصوم ستانکزي سره جلا جلا لیدنې وکړې. هلمند ولي  د کورنیو چارو له وزیر سره د ناستې پرمهال، چې ددې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال هم حضور درلود؛ په دې ولایت کې د پولیسو د تشکیلاتو، ، تجهيزاتو، وسايطو او اکمالاتو له اړخه د لا تقويې په اړه هر اړخيزې خبرې، ستونزې او مشخص وړانديزونه شريک کړل.

د کورنيو چارو وزير ښاغلي مسعود اندرابي له هلمند والي سره په دغه ليدنه کې ددې ولايت اوسنی امنيتي وضعيت او لاسته راوړنې وستايلې او ژمنه يې وکړه، چې د پوليسو روزنې برخه کې به د هلمند ولايت ځوانانو ونډه زياته کړي. هغه اړوندو مسولينو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې ددې ولايت د پوليسو د وسلو، تجهيزاتو، وسايطو او مهماتو په اړه پلاوی وټاکي او ژر تر ژره په يادو برخو کې د موجوده ستونزو او خلاو ډکېدو لپاره لاس پکار شي. د کورنيو چارو وزير د هلمند لپاره د پوليسو شاوخوا يوولس سوه نوي تشکيل په باب هم مربوطه مسولينو ته لارښونه وکړه، چې ژر تر ژره دغه تشکيل ددې ولايت په واک کې ورکړي، ترڅو نوی استخدام ترسره شي.
ښاغلي اندرابي هلمند والي ته ډاډ ورکړ، چې ددې ولايت د پوليسو ملاتړ او همکاري برخه کې به لازمه پاملرنه وکړي.

هلمند والي ددې سفر په وروستیو کې، د ملي امنیت له عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي سره ولیدل او له هغه څخه یې هم په بېلابېلو امنیتي برخو کې د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه او ښاغلي ستانکزي ورته د هر راز همکاریو ډاډ وکړ.

راپور: سېدالرحمن ویال