نظر محمد رودي د جنوبي حوزې په سویه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر وټاکل سو.

نظر محمد رودي د جنوبي حوزې په سویه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر وټاکل سو.

د هلمند د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز اوسنی مشر نظر محمد رودي په کندهار ولایت کي د مدني ټولنو د ټاکنو په پایله کي د جنوبي ولایتونو په کچه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر وټاکل سو.

د نوموړي د معرفت لپاره د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز کي پراخه ولسي غونډه نیول سوې وه، ډېری ویناوالو خوښي څرګنده کړه، چي هلمندي کدرونه د ودې او پرمختګ په حال کي دي.

دلته په سلګونو ولسي وګړي راغونډ سوي دي، دوی خوښي لمانځني، چي د ټولو جنوبي ولایتونو په کچه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر یو هلمندی ځوان ټاکل سوی دی.

څه موده وړاندي په کندهار ولایت کي، د څلور جنبوبي ولایتونو په کچه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز رامنځته سو او د ددې ټاکنو په پایله کي هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر نظر محمد رودي د ریئس په توګه وټاکل سو.

د غونډي په پیل کي هلمند کي میشتو مدني فعالینو د جنوبي ولایتونو په کچه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز رامنځته کیدل اغیزمن وبلل او زیاته کړه چي دا چاره به پدې ولایتونو کي مدني فعالیتونه نور هم غښتلي کړي.

دوی زیاتوي دا د هلمند لپاره د خوښۍ خبره ده، چي د جنوبي ولایتونو په کچه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مسئولیت پر غاړه اخلي.

یو شمیر قومي مشران او فعاله ځوانان چي هم ددې غونډي برخه وه، خوښي څرګنده کړه، چي د جنبوبي ولایتونو په کچه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مسئولیت هلمندي ځوان نظر محمد رودي ته ورکول کیږي.

دوی له ښاغلي رودي غوښتنه وکړه، چي په چارو کي چټکتیا رامنځته کړي او دغه راز د ولسي وګړو ستونزو ته حل لاره پیدا کړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

د جنوبي ولایتونو په کچه د مدني ټولنو د همږغۍ مرکزز ټاکل سوي مشر نظر محمد رودي د هلمند له ولسي وګړو، قومي مشرانو او فعاله ځوانانو څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه، چي په چارو کي ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي رودي ژمنه وکړه، چي تر خپله وس به د ولس ستونزي حلوي او د جنوبي ولایتونو په کچه به د مدني ټولنو د همږغۍ پیاوړي مرکز رامنځته کړي.

د رودي بله ژمنه دا وه، چي په جنوبي ولایتونو کي د ټولو ولسونو ستونزي به له مسئولینو ادارو سره شریکوي.

دا په داسي حال کي ده، چي په هلمند کي هم په وروستیو کي د سته مدني بنسټونو تر منځ همږغي پیاوړي سوې ده، او هیله سته، چي دغه همږغي به نوره وده هم وکړي.

راپور: میوند مېړنی