هلمند ولایتي شورا د سولې مشورتي لویې جرګې په تړاو غونډه وکړه

هلمند ولایتي شورا د سولې مشورتي لویې جرګې په تړاو غونډه وکړه

په یاده غونډه کي د ولایتي ادارې استازو، یو شمیر ريئسانو، ولسوالانو او مدني فعالانو ګډون درلود.

پدې مشورتي غونډه کي پر دې خبري ترسره سوې، چي د مشورتي لویي جرګي لپاره د هلمند په کچه له ټولو سیمو د سهمې پر اساس وړ کسان وټاکل سي.

د هلمند د ولایتي شورا ریيس عطاءالله افغان د جلسې په تړاو وویل، چي له مرکز څخه د محلي ارګانونو له لوري مکتوب رالیږل سوی، تر څو په ولایتي سطحه استازي وټاکي، چي مشري يې ولایتي شورا په غاړه لري.

 ښاغلی افغان وايي، په هغو ولسوالیو کي به ټاکني ترسره کړي، چي د افغان امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندي وي.

 دی وايی، د ناامنو ولسوالیو ټاکني به په مرکز کي ترسره کړي.

د ولایتي شورا ريئس وايي، وړ کسان دي ځانونه نوماندان کړي، څو په یاده جرګي د خلکو ښه استازولي وکولای سي او له خلکو یې وغوښتل، چي د استازو په ټاکنه  کي دي له ژور دقت څخه کار واخلي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دغه راز د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مشر نظر محمد رودي وايي، هلمند ته ۵۶  تنو سهمیه ورکړل سوې، هغه وايي، که خلک په ټاکنه کي دقت وکړي او ژمن استازي وټاکي، ډاډ لري، چي پایله به یې مثبته وي.

د هلمند مدني ټولني مرستیال اسدالله پتمن وايي، د ټاکنو پر پروسې به نظارت تر سره کړي، تر څو په دې برخه کي شفافیت رامنځته سي. او د اولس رښتني استازي وټاکل سي.

دا په داسي حال کي ده، چي په ملي سطحه د مشورتي لویي جرګې د دایرېدو خبره کیږي، چي په دې جرګې کي به هیواد په سطحه استازي ګډون ولري. د جرګې د دایریدو نیټه د ثور ۹ ټاکل سوې.

راپور: عبدالروف هلمند