د افغان ولسمشر سلاکار د سباوون رسنیز ګروپ له کاري چارو لیدنه وکړه

د افغان ولسمشر سلاکار د سباوون رسنیز ګروپ له کاري چارو لیدنه وکړه

د افغان ولسمشر سلاکار وزیر محمد داود ګلزاد او په قومي چارو کي د ولایت مرستیال بسم الله روحاني  او ورسره راغلي پلاوي د سباون رسنیز ګروپ له چارو له نژدې لیدنه وکړه، دغه ګډ پلاوي په هلمند کی د رسنیو په ډګر کي د سباوون رسنیز ګروپ له چارو ستاینه وکړه.

په ورته وخت کي د سباوون رسنیز ګروپ مشر حاجي میرویس پاڅون بیا ددې پلاوي له ورتګه مننه وکړه، چي له چارو یې له نژدې لیدنه کوي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشاور وزیر محمد داود ګلزاد د سباوون رسنیز ګروپ له چارو له نژدې لیدنه وکړه اوپدې لیدنه کي د هلمند د ځایي اداري ګڼ شمیر چارواکو هم برخه درلوده.

مشاور وزیر محمد داود ګلزاد د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ته راغلی، چي دلته به د معارف په تړاو شته ستونزي څیړي سپړي او د حل په موخه به یې افغان ولسمشر ته راپور ورکوي.

دلته پلاوی نژدې یوه اوونۍ کیږي، چي هلمند کي د معارف په برخه کي د ستونزو او نمیګړتیاوو پر راپلټولو بوخت دی، ژمنه یې ده، چي وروستۍ ټول مسایل به هلمند کي له رسنیو سره شریک کړي، څو په تړاو یې ولسي وګړي هم لازم مالومات تر لاسه کړي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مشاور وزیر محمد داود ګلزاد په مشرۍ راغلي پلاوي په هلمند کي د سباوون رسنیز ګروپ له چارو هم لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کي د سباوون رسنیز ګروپ ریئس حاجي میرویس پاڅون د ښه راغلاست سربیره راغلي پلاوي ته ددې رسنیز ګروپ د کاري چارو په تړاو لازم مالومات ورکړه او ټولي چاري له نژدې وروښودې.

 

 

 

 

 

 

 

 

ښاغلي پاڅون مننه وکړه، چي پلاوي د سباوون رسنیز ګروپ له چارو لیدنه وکړه او هغوی یې وهڅول چي په مرکزي کچه سیمه ایزو رسنیو ته پاملرنه ډېره کړي.

پدې لیدنه کي د افغان ولمسشر مشاور وزیر او په قومي چارو کي د ولایت مرستیال بسم الله روحاني هم برخه درلوده، ښاغلي روحاني د سباوون ګروپ رسنیزي چاري وستایلې، چي د ولس لپاره د عامه پوهاوی او نورو اړینو برخو کي کار کوي.

راپور: میوند مېړنی