هوایي حمله کې د مارجې لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال ولسوال وژل شوی.

هوایي حمله کې د مارجې لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال ولسوال وژل شوی.

 

د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي: د د وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ د ټاکل سوي ولسوال مرستیال ملا جلیل په هوایي برید کي وژل سوی دی.

پدې هوایي برید کي څلور تنه نور وسله وال هم وژل شوي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي ولایي: د غوڅ ملاتړ هوايي ځواکونو د مارجي ولسوالۍ تازه ګل څلورلارې ته څیرمه بریدونه کړي او وسله والو طالبانو د ټاکل سوي ولسوال مرستیال ملا جلیل په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه رسنیو ته په استول سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي پدې هوایي برید کي ملکي وګړو ته هیڅ ډول زیان نه دی اووښتې.

ملا جلیل د مارجې ولسوالۍ په کچه پیژندل سوې څیره وه، چي د افغان حکومت پر ضد یې فعالیتونه کول.

وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

راپور: میوند مېړنی