هلمند کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوي رئیس پر دنده پیل وکړ.

هلمند کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوي رئیس پر دنده پیل وکړ.

هلمند کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي ریئس ګل احمد نعیمي پر دنده پیل وکړ، نوموړي ژمنه وکړه، چي د ګمارني په پروسه کي به بشپړ شفافیت رامنځته کړي.

خو ولایتي اداره بیا تینګار کوي، چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوی ریئس دي په ټولو چارو کي د شفافیت په رامنځته کولو سره د ولسي وګړو قناعت تر لاسه کړي.

پدې غونډه کي چي د ولایت د غونډو په تالار کي نیول سوې وه، د اداري اصحلاحاتو او ملکي خدمتونو نوی ریئس ګل احمد نعیمي خپلي ادارې ته په رسمي ډول معرفي سو.

په سر کي سرپرست والي مجاهد الله صفاري خبري وکړي، نوموړي وویل: د هلمند زیات شمیر وګړي د بېکاری سره مخ دي. کله چي د مسولي اداري له لوري خالي بستونه اعلان ته سپارل کیږي، له اړتیا څو چنده زیات کسان بستونو ته نوم لیکنه کوي، چي له دې وجي د ازمویني پروسه له ستونزو سره مخ کیږي. او مراجعین قناعت نه حاصلوي.

ښاغلي صفاري له نعیمي څخه وغوښتل، چي خپل استقلالیت خوندي وساتي او شفافیت ته دي په تقرری کي ډیر پاملرنه وکړي، تر څو د خالي بستونو د ازموینو پروسه له ستونزه خلاصه سي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون  استازي سید مسعود مخلص غونډه کي وویل، چي  ښاغلیر نعیمي د ازاد رقابت له لاري یاد بست بریالی سوی او اداره یې هڅه کوي، چي ټولي ګمارني په شفاف ډول د بريښنایي سیسټم له لاري ترسره کړي.

مخلص وویل، چي اداره یې په دوو برخو کي اساسي دندي لري او زیات تمرکز پرې کوي. لومړی د ادارو په تشکیلاتي جوړښت کي اصلاحات راوستل او دوهمه دا چي، په شفاف ډول د افرادو ګمارنه ده.

د ولایتي شورا په استازیتوب سیف الملک نوري له نعیمي څخه د شورا همکاري اعلان کړه او زیاته یې کړل، چي د افرادو په ګمارنه کي دي، سیاسي چارواکي مداخله نه کوي، او پر شفافیت يې ټینګار وکړ.

د مدني ټولني د همږغی مشر نظر محمد رودي له نعیمي څخه وغوښتل، چي د کسانو د ګمارني په پروسې کي دي، شفافیت ته ډیره پاملرنه وکړي.

ښاغلي رودي وویل، که په یادي پروسه کي شفافیت نه وي، نو د ځوانانو د مایوسی سبب ګرځي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مخکني سرپرست ریئس اختر محمد عزیزي وویل، چي له ښاغلي نعیمي سره په ټولو برخو کي همکاره کوي او د شفافیت په راوستلو کي به خپل هڅي ونه درېغوي.

عزیزي د خپل درې کلن کار په بهیر کي د ۲۵۵۰ کسان په دندو ګمارلو خبره کوي. همداراز هغه وايي، ۶۵۰۰ پر شاوخوا یې د مامورینو ارزیابي ترسره کړې او ۱۲۰۰ تنو پر شاوخوا مامورینو ته یې د د ظرفیت لوړولو کورسونه دایر کړي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نوي ریئس ګل احمد نعیمي په خپلو خبرو کي وویل، چي ډیر تمرکز به یې د ګمارني پر پروسې وي، او دغه برخه تر قوي نظارت لاندي نیسي او همداراز یې وویل، چي  د برحاله مامورینو د ظرفیت لوړولو لپاره به ډیره هڅه کوي.

ښاغلي نعیمي زیاته کړل، هغه کسان چي د ازموینو د پایلو په اړه شکمن وي، شکایاتو ته به یې پر وخت رسیدګي کیږي.

 نعیمي هلمندوالو ته زیری ورکړ، چي مرکزي کمیسیون په دې هڅه کي دی، چي د افرادو د ګمارني پروسه الکترونیکي سيسټم ته تبدیل کړي. چي دا چاره به د شفافیت په برخه کي ډیره اغیزمن تمامه سي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي ښاغلي نعیمي له خلکو وغوښتل، چي په چارو کي ورسره همکار سي او نیکي مشورې ورکړي او د ناقانوني غوښتنو څخه دي ډډه وکړي.

راپور: عبدالروف هلمند