د هلمند دیني عالمان وايي: د جګړې ښکېلې خواوې دې سولې ته غاړه کېږدي.

د هلمند دیني عالمان وايي: د جګړې ښکېلې خواوې دې سولې ته غاړه کېږدي.

 د هلمند یو شمېر دیني عالمان وایي، قران کریم انسان ملکف کړی، که د دوو ډلو ترمنځ پر کومي خبرې لانجه راځي، دریمې ډلې ته په کار ده، چې د دوی ترمنځ سوله وکړي.

په هلمند کي یو شمیر عالمان وايي، سوله د ژوند یوه لویه اړتیا ده، چي په شتون کي یې خلک هر ډول اسانتیاوو څخه برخمن کیږي، دوی وايي، چبرې چې جګړه وي، هلته پرمختګ ناشونی دی.

د حج او اوقاقو رئیس حافیظ محمد داؤد مدقق له سباوون ټلویزون سره د مرکې پر مهال وویل، سوله د بشریت لویه تقاضا ده، چي په موجودیت کي يې خلګ د ارامۍ ساه اخیستلی سي. ده وویل، د اسلام دین  سوله ګټوره بللې او انسانان یې مکلف کړي چې پخپلو منځونو کې سوله وکړي. هغه زیاتوي، چي جګړه پردۍ ده او لوبغاړې یې غواړي د جنګ میدان ګرم اوسي. مدقق وویل، له جګړې هېڅ لاسته راوړنه نلرو، هغه د جګړې له ښکېلو غاړو د سولې خبرو ته د حاضرېدو او یوې ټولمنلې پرېکړې ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

 څو تنه دیني عالمان وايي، سوله د انسانانو په خیر ده او قران عظیم الشان انسانانو ته امر کړی چي سوله وکړئ ،دوی وايي. جګړې ټول افغانان ځپلي او نوره یې یوازینۍ غوښتنه سوله ده. دیني عالمانو پر خلکو او قومي مشرانو ږغ وکړ، چي د سولي په اړه دي الهي امر خپور کړي او خلک دي سوليز ژوند  غوښتلو ته وهڅوي. دوی همدارنګه د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او سوله وکړي.

د هلمند اوسېدونکي هم وايي، چې له سولې پرته، هیڅ هیواد پرمختګ نه سي کولای او د افغانستان د ټولو ستونزو یوازینۍ لامل جګړه او د سولې نشتون دی.

د هلمند یو اوسېدونکي انجینر عبدالصبور سباوون ته وویل، چې د افغانانو ټول شموله او لویه ستونزه نا امني ده، دی وايي، د افغانانو بقا او پرمختګ په سولې پورې تړلی، هغه زیاتوي، چي علماء او قومي مخور د سولي په برخه کي ستر رول لري، او له نوموړو څخه یې وغوښتل، چي خلک د سولي په ارزښت پوه کړي.

ده دغه راز د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د خدای امر پرځای او په ګډه د افغان سولې په راتګ کې پوره اخلاص او بېړه وکړي.

راپور: عبدالروف هلمند