د هلمند د دوو ولسوالیو سېلاب ځپلو او مالدارو ته به ۲۰۸ مټریک ټنه حیواني خوراکه ورکول شي.

د هلمند د دوو ولسوالیو سېلاب ځپلو او مالدارو ته به ۲۰۸ مټریک ټنه حیواني خوراکه ورکول شي.

د هلمند د کرهڼي ریاست له لوري ددې ولایت په دوو ولسوالیو کي مالدارو او سیلاب ځپلو کورنیو ته ۲۰۸مټریک ټنه حیواني خوراکه ورکول کیږي، په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کي ددې خوراکي د ویشني لړۍ پیل سوه.

د هلمند د کرهڼي او مالدارۍ ریئس زلمی الکو وایي: په پوره شفاف ډول به دغه حیواني خوراکه مالدارو ته ورکول سي.

د هلمند ولایت د نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې د وچکالۍ او سېلاب ځپلو مالدارانو ، کوچیانو او ځمکوالو د څارویو خوراکي توکو وېشلو لړۍ پیل شوه
د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه د مرسته شوو ، د څارویو د خوراکي توکو د وېش لړۍ ددې ولایت اړوند نهرسراج او نادعلي ولسواليو وچکالۍ او سېلاب ځپلو ځمکوالو ، بڼوالو او مالدارانو  پیل سوه.

د هلمند د کرهڼي او مالدارۍ ریئس زلمي الکو په ګرشک ولسوالۍ کي سباوون تلویزیون ته وویل: چي دغه حیواني خوراکي توکي به ټولو کرونده ګرو، مالدارو او سیلاب ځپلو کورنیو ته په پوره شفاف ډول ورکول سي.

د څارویو د خوراکي توکو د وېش پر مهال د سیمې مسؤلینو ، مالدارو ، کوچیانو او ځمکوالو خوښي وښوده چې ددوی لاسنیوی وشو او د حیواناتو د تغذې په برخه کې ورسره مرسته او همکاري وشوه.

د ګرشک او نادعلي ولسوالۍ ځایي مسئولین پر دې خوښ دي، چي پدې ولسوالۍ کي سیلاب ځپل او مالدارو ته حیواني خوراکي توکي ورکول سي.
یاده حیواني خوراکه به د یادو ولسوالیو د وچکالۍ او وروستیو سېلابونو له امله ځپل شوو بزګرو ، بڼوالو ، کوچیانو او مالدارانو ته د یوه ځانګړي طرزالعمل له مخې د ګډ پلاوي لخوا ویشل کیږي.

سیلاب ځپلي کورنۍ ددې مرستي پر تر لاسه کولو خوښ دي.

د هلمند د کرهڼۍ ریئس په نادعلي ولسوالۍ کۍ هم ډاډ ورکړ، چي د مرستي ویش به په شفاف ډول ترسره سي.

د یادونې وړ ده چې ۱۲۳ متریک ټنه حیواني خوراکه به د نهرسراج او ۸۵ متریک ټنه به د نادعلي ولسوالۍ کې د ولسوالانو تر نظارت او څارنې لاندې مستحقو کورنیو ته وویشل شي.

راپور: میوند مېړنی