هلمند والي: امنيتي بنسټونه مکلف دي چې د خبريالانو او رسنيو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي

هلمند والي: امنيتي بنسټونه مکلف دي چې د خبريالانو او رسنيو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي


یاده غونډه د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په مشرۍ جوړه شوې وه چې د امنيتي بنسټونو استازو ترڅنګ د اطلاعات او کلتور رئيس، د يو شمېر رسنیو مسولينو او خبریالانو پکې ګډون درلود.
په ټولیز ډول په دې غونډي کي د خبریالانو پر ستونزو ، خونديتوب او تېره ورځ د سباوون ټلوېزیون د خبریال نثار احمد احمدي پر موټر د چسپکي ماین د چاودني په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.
په هلمند کي د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسول سردار محمد سروري له هلمند والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چې له خبريالانو او رسنوالو سره د دوامداره همکاريو ترڅنګ يې تېره ورځ د ښاغلي احمدي په منظمه درملنه کې له هر ډول امکاناتو چمتو کولو درېغ ونه کړ، هغه ټينګار وکړ، چې د تیري ورځي پیښي په اړه دي امنیتي ادارې جدي څېړنه وکړي او عاملین دي يې ونیسي.
سروري زیاته کړه: په هلمند کي د ټولو رسنیو د خبریالانو او د سیمه ایزو رسنیو د پوره امنیت په برخه کي د ولایتي ادارې ترڅنګ دې امنیتي او استخباراتي ادارې همکاري وکړي ترڅو له دې ډول پیښو څخه خوندي پاته وي.
ددې ترڅنګ د یو شمېر رسنیو خبریالانو هم خبري وکړې او ويې ویل: خبریالانو ډیري قربانۍ د خپلي خاوري او خلکو لپاره ورکړي خو د خپل دې سپیڅلي مسلک څخه يې هیڅوک نه شي ګرځولای.

د خبریالانو د خوندیتوب غونډه کي د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د خبرو پرمهال د نثار احمد احمدي د پیښي د جدي څېړلو امر ترڅنګ ټولو امنیتي او کشفي ادارو ته دنده ورکړه، چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کي جدي ګامونه پورته کړي او د خبریالانو پر وړاندي هر ډول تهدید دي له منځه یوسي.
ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: له دې وروسته به دخبریالانو او رسنیو پروړاندي تهدیدونه پخپله تعقیبوي او ټولو امنیتي ادارو ته به جدي هدایاتو ورکړل شي، ترڅو هرډول امکاناتو څخه کار واخلي او پدې سره خبریالانو او رسنیو ته د ښه امنیت زمینه برابره کړي.


هلمند والي وویل: کومي پرېکړې او پلانونه چي د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نیول کیږي د کاغذ پر مخ نه بلکي عملي بڼه بايد غوره کړي.
جنرال ياسين د هلمند د خبريالانو او رسنيو له فعاليتونو او کړنو څخه مننه او ستاينه وکړه او وې ويل، چې دوی پدې ولايت کې سره له ډېرو ستونزو تر ټولو غوره دنده ترسره کړې ده.