”د پوليو ضد واکسين کمپاين لپاره موجود امکانات بايد په غوره توګه مديريت شي“

”د پوليو ضد واکسين کمپاين لپاره موجود امکانات بايد په غوره توګه مديريت شي“


دا څرګندوني د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د پولیو پر ضد واکسین د چمتووالي په غونډه کي وکړې او زیاته يې کړه چي ټولي چاري باید په منظم او شفاف ډول ترسره شي.
په جوړه شوې غونډه کي د هلمند والي ترڅنګ د عامي روغتیا ریئس ډاکتر عبدالحد حازم یو شمېر روغتیا پالانو، د سکتوري ادارو ریئسانو او د واکسين ملاتړ کوونکو بنسټونو استازو هم ګډون درلود، چي د اپریل میاشتي د پېلېدونکي پولیو ضد واکسین په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.
هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د خبرو پرمهال وویل: د پولیو ضد واکسین د ترسره کېدو پرمهال دي ټول امکانات په شفاف او منظم ډول په کار واچول شي ترڅو په اساسي او ښه ډول د یاد واکسین کمپاين تطبيق شي.
ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: په هلمند کي د پولیو د مثبتو پیښو ټول عوامل باید په جدي ډول وڅېړل شي ترڅو په راتلونکي کي د پولیو مثبتي پیښي رامنځ ته نه شي.
هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وايي: د عامه پوهاوي کمپاینونه دي د رسنیو د لاري خپاره شي او په دوامدار ډول دي په ټولو سیمو کي د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شي ترڅو خلک د پولیو ضد واکسین په ارزښت پوه شي او د کمپاین پرمهال خپل ټول ماشومان واکسین کړي.
دغه راز هلمند والي حج اوقاف، علماو شورا، معارف، قومونو او قبايلو چارو، کډوالو چارو او نورو سکتوري ادارو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې په خپله برخه کې د واکسين کمپاينونو سره مرسته او همکاري وکړي.
د هلمند د عامي روغتیا ریئس ډاکتر عبدالحد حازم وايي: د روان عیسوي کال د اپریل میاشتي د اولي نېټې څخه چي ددوشنبې ورځ کیږي په دې کي د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي چي په ټول هلمند کي به ترسره شي او پرمهال به يې ۷۸۷۴۱۱ ماشومان واکسین شي.
د عامي روغتیا ریئس زیاتوي: اوسنی کمپاین به د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي چي د پولیو ضد واکسین ترڅنګ به ۷۰۸۶۶۹ ماشومانو ته به ویټامین ای ګولۍ هم ورکړل شي.