امريکا: طالبانو پر څلورو موضوعاتو د خبرو کولو موافقه کړې

امريکا: طالبانو پر څلورو موضوعاتو د خبرو کولو موافقه کړې

 د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، طالبانو د قطر په خبرو کې ورسره منلې ده، چې د ځواکونو د وتلو او ترهګرۍ پر ضد مبارزې ترڅنګ پر بين الافغاني مذاکراتو او اوربند هم خبرې کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند روبرټ پلاډينو دغه څرګندونې په واشنګټن کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.

هغه په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو د پنځم پړاو د پايلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په دې اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ځينې څرګندونې کړې دي .

خليلزاد ويلي، چې له افغانستانه د ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې يې له طالبانو سره موافقه کړې ده، خو د مهالوېش او څرنګوالي په اړه يې څه نه دي ويلي.

نوموړي زياته کړه، چې په بل پړاو کې به د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره په پيل شويو خبرو کې دا تر  ټولو جدي او مهمې خبرې وې او خليلزاد ورته ويلي، چې ګټور پرمختګونه يې کړي دي.

د هغه په وينا، طالبانو منلې ده چې د سولې لپاره به دواړه خواوې پر څلورو اصلي موضوعاتو موافقه وکړي، دغه موضوعات د ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه ، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيز اوربند دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون د قطر تر خبرو وروسته په يوه خبرپانه کې ويلي، چې پر بين الافغاني مذاکراتو او اوربند يې خبرې نه دي کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند روبرټ پلاډينو زياته کړې، چې په پنځم پړاوو کې پر لومړيو دوو موضوعاتو په اصولو کې موافقه شوې او پر دوو نورو به بل پړاو کې خبرې کېږي.

د هغه په وينا، خليلزاد به په واشنګټن کې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او نورو مشرانو سره سلا مشورې کوي .

پلاډينو وايي: (( نور ډېر کار مخې ته پروت دى، چې بايد ترسره شي، لکه څرنګه چې خليلزاد پخوا ويلي، ترڅو چې پر ټولو موضوعاتو موافقه ونه شي پر هېڅ موافقه نه کېږي.))

ده يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې امريکا پر بين الافغاني مذاکراتو چې په کې افغان حکومت هم شامل وي، او هر اړخيز اوربند ټينګار کوي .

نوموړي د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې اوس مهال ددې خبرو نور جزئيات نه شي په ډاګه کولى، کله چې خبرې پاى ته ورسېږي ، بيا به يې جزئيات شريک شي.