دوشنبه , حوت ۲۷ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / غزني کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون لاریون دوهمه ورځ هم دوام لري

غزني کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون لاریون دوهمه ورځ هم دوام لري

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د دويمې ورځې لپاره هم د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون ته دوام ورکړی او د کابل- کندهار لويه لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ په لېوانو سيمه کې پر يوه فلانکوچ موټر هوايي بريد وشو چې په ترڅ کې یې تر لسو ډېر ملکي کسان ووژل شول.

د سيمې خلک او طالبان وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي، خو حکومتي مسوولين بيا وژل شوي طالبان بولي.

د يادو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې نن يو ځل بيا د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو د غزني ښار په بلخ دروازه کې لاريون کړى او د کابل- کندهار لويه لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

يوه لاريون کوونکي وايي چې هوايي بريد د ملکي خلکو پر موټر شوى چې په ترڅ کې يې ١٣ کسان وژل شوي دي.

هغه وايي چې وژل شوي د اندړو ولسوالۍ د اخندخېلو او ګبرو کلیو اوسېدونکي او ملکي وګړي دي.

دغه راز بل لاريون کوونکي وحيدالله بیا وايي چې دغه ملکي خلک ښار ته روان وو چې هوايي بريد پرې شوى او ټول وژل شوي دي.

ده ټينګار وکړ چې پېښه بايد وڅېړل شي او عاملين يې بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، تر هغه چې دوى ته قناعت ورکوونکی ځواب نه وي ورکړل شوى، د کابل- کندهار لويه لار به د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري رسنیو ته ویلي  چې دغه بريد د وسله والو طالبانو پر فيلډر موټر شوى چې په ترڅ کې يې درې طالبان وژل شوي دي.

هغه د لاريون په اړه څرګندونې ونه کړې.

دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن احمد سيرت خان وویل چې په دغه بريد کې د طالبانو د يوه قوماندان سرحدي په ګډون اووه طالبان وژل شوي دي.

ده زياته کړه چې په دغه بريد کې د ملکي خلکو د وژل کېدو په اړه دوى ته تر اوسه کوم راپور نه دى ترلاسه کړى.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې امريکايي ځواکونو پر ملکي موټر بريد کړى او ملکيان يې وژلي دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ښکېلو لورو ترمنځ جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

افغان ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې چې متحده عربي امارتو ته د ولسمشر محمد …