”سېلاب ځپلو کورنیو ته په شفاف ډول مرستې نه ورکول کېږي“

”سېلاب ځپلو کورنیو ته په شفاف ډول مرستې نه ورکول کېږي“

د باباجي یو شمېر اوسېدونکي وایي: وروستیو اورښتونو او پدې سیمه کي جګړې په لویه کچه ځپلي دي، خو تر دې مهاله اړیني مرستي نه دي ورکول سوي، دوی پر ولایتي اداري ږغ کوي، چي ژر تر ژره اړیني مرستي ورکړي.

د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مسئولینو هم پر مرستنذویه بنسټونو ږغ  کوي، چي په سیمو کي سیلاب ځپلو کورنیو ته مرستي ورکړي.

د باباجي دغه اوسیدونکي شکایت کوي، چي وروستیو اورښتونو په سیمه کي جګړې ځپلي دي، خو تر دې مهاله د مرستندویه بنسټونو له لوري مرستي نه دي ورکول سي.

د باباجي اوسیدونکي زیاتوي مرستو ته اړتیا لري، خو تر دې مهال دوی ته مسئولینو هیڅ ډول پاملرنه نه کړې.

د باباجي اوسیدونکي له ولایتي اداري غواړي، چي ژر تر ژره اړمنو کورنیو ته مرستي ورکړي.

د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مسئولین هم د باباجي د اوسیدونکو ستونزه بدرګه کوي او زیاتوي چي د مرستندویه بنسټونو او ولایتي اداري له لوري باید اړیني مرستي ورکول سي.

دوی زیاتوي په وروستیو کي د مرستو په ویښ کي شفافیت شتون نه لري.

پدې تړاو موږ هڅه وکړه، چي له مرستندویه بنسټونو او کډوالو چارو ریاست مسئولنیو سره هم خبري وکړو، خو بریالي نه سو.

راپور: میوند مېړنی