”د هلمند پولیسو ته لنډمهالې نظامي زدکړې ورکول کیږي“

”د هلمند پولیسو ته لنډمهالې نظامي زدکړې ورکول کیږي“

په مالي او اداري چارو کې د ولایت مرستیال مجاهد الله صفاري وایي: په وروستیو کې پر دندو بوختو سرتیرو ته لنډ مهاله نظامي زده کړي ورکول کیږي، چي دا  پولیسو د مسلکي کولو په برخه کي خورا لوی ارزښت لري.

نوموړي ټینګار وکړ، چي ددې ولایت ټولو سرتیرو ته به لنډمهاله نظامي زده کړي ورکول سي.

دغه اقدام د کورنیو چارو وزارت د پریکړې پر اساس سوی دی.

په مالي او اداري چارو کي د ولایت مرستیال مجاهد الله صفاري وایي: دا لویه اسانتیا ده، چي د ولایت سرتیرو ته په خپله په ولایت کي نظامي زده کړي ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه دغه سرتیري دنده هم ترسره کولای سي، او نظامي زده کړي هم تر لاسه کولای سي.

د صفاري په خبره په وروستیو کي ټولو پولیسو ته په نظامي مرکزونو کي لنډ مهاله نظامي زده کړي ورکول کیږي، چي دا زده کړي به د پولیسو په مسلکي کولو کي غوره رول ولري.

د یادوني وړ ده، چي په ورته وخت کي د هلمند د پولیسو له تعلیمي مرکز څخه ۱۴۰۰ پولیس له لنډ مهاله زده کړو فارغ سوه، چي په یو شمیر ناامنه سیمو کي به د امنیت د تامین په موخه پر دندو وګمارل سي.

راپور: میوند مېړنی