خلیلزاد: د افغان سولې په مواردو کې پر دوو مواردو هوکړه شوې.

خلیلزاد: د افغان سولې په مواردو کې پر دوو مواردو هوکړه شوې.

امریکا او طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه‌کارولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د هیئت او امریکا ترمنځ ۱۶ ورځنۍ خبرې اترې پرون سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له یو لړ پرمختګونو سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر لیکلي چې د سولې لپاره شرایط بهتر شوي او روښانه ده چې ټول لوري د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا، د خبرو اترو په دې پړاو کې د سولې لپاره واقعي ګامونه پورته شوي دي.

د امریکا دغه استازي د دوحې د خبرو د پای ته رسېدو په اړه پر خپل ټویټر همدارنګه ویلي:

“سوله په څلورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین‌الافغاني خبرې او پراخ او جامع اوربند.”

د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا، د هوکړې په مسوده کې په لومړنیو دوو مواردو یعنې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر ډاډ او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه توافق ته رسېدلي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په یو بل پیغام کې لیکلي، کله چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ډاډ په اړه توافق نهايي شي، طالبان او د افغان حکومت په شمول ټول افغانان به یوه سیاسي جوړجاړي او پراخ اوربند ته د رسېدو په موخه بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

زلمي خلیل‌زاد د خپل ټویټر په وروستي پیغام کې ویلي، د ده لپاره به بله مرحله په واشنګټن کې له ټولو شریکانو سره سلا مشوره کول وي.

د زلمي خلیل‌زاد په وینا، نوموړی به بیا له طالبانو سره ګوري او یوه توافق ته تر رسېدو پورې هېڅ مورد نهايي شوی نه‌دی.

طالبانو هم د قطر د خبرو د پای ته رسېدو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د دې ډلې د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له‌خوا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مذاکراتو په دې بهیر کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو په ضرر د افغان خاورې د نه‌کارولو پر موضوع تفصیلي بحثونه وشول.

د طالبانو د اعلامیې په وینا، بحث پر دې و چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به‌یې څنګه وي؟

همدارنګه له راتلونکي افغانستانه به امریکایان او ملګري یې څه ډول مطمئن کېږي؟

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي چې په دې دواړو برخو کې کافي پرمختګ وشو.

مجاهد دا رد کړې چې په دې غونډه کې دې د اوربند یا له افغان حکومت سره د خبرو په اړه کومه پرېکړه شوې وي.

تر دې مخکې د قطر خبرو ته یوې نږدې ویلي و چې د زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر لیدنې د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې وې، خو تخنیکي ټیمونو یې خپلو غونډو ته د سې شنبې په ورځ هم دوام ورکړ.

د ځینو سرچینو په حواله، دواړه لوري د مارچ د میاشتې په پای کې دې خبرو اترو ته په دوام ورکولو هم یوه تفاهم ته رسېدلي دي.

افغان چارواکي په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو د پای ته رسېدو سمدستي وروسته چمتو نه‌وو چې د دې خبرو د نتایجو په اړه د افغان حکومت غبرګون په ډاګه کړي.