”د شمالي ولسوالیو ښوونځي دې د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي“

”د شمالي ولسوالیو ښوونځي دې د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي“

د علیزو د سرتاسري شورا مشر جنرال محمد فقیر عسکر د یوې پراخي ولسي غونډي پر مهال پر پوهني ریاست ږغ وکړ، چي په شمالي ولسوالیو کي دي په ټولو سیمو کي د ماشومانو پر وړاندي ښوونځي پرانیزي.

ښاغلي عسکر له ولسي وګړو هم غوښتنه وکړ، چي په خپلو سیمو کي د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړي.

یو شمیر نورو ویناوالو بیا د سولی په روانو خبرو کي د افغان دولت د سولي د خبرو ننګه وکړه.

هلمند کي د علیزو د سرتاسري شورا مسئولین له ولسي وګړو غواړي، چي تذکرې وکړي او په خپلو سیمو کي د ښوونځیو دروازي پرانیزي، دغه شورا اندېښنه څرګندوي چي په شمالي ولسوالیو کي په زرګونو ماشومان له زده کړو بې برخي دي.

د علیزو سرتاسري شورا مشر جنرال محمد فقیر عسکر وایي: په اوسنیو شرایطو کي د افغان ملت لپاره یووالی مهم دی او ټول ولس باید تر منځ یووالي رامنځته کولو ته کار وکړي.

ښاغلي عسکر وویل: زموږ خلک یوازي د اړتیا پر مهال تذکرې کوي، خو تر ټولو لویه اړتیا دا ده، چي ټول هلمندیان باید د هویت تذکرې واخلي او خپل افغانیت ثابت وکړي.

نوموړي دغه راز  سولي په اړه هم خبري وکړي او پر ولس یې ږغ وکړ، چي د سولي په روانه پروسه کي بې تفاوته پاتي نه سي.

یو شمیر دیني عالمانو او قومي مشرانو هم پدې غونډه کي خبري وکړي او پر ولسي وګړو یې ږغ وکړ، چي په خپلو سیمو کي د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

تر څو په ټولنه کي د زده کړو کچه لوړه سي او ټولنه د ثبات لوري ته ولاړه سي.

دغه مشران زیاتوي ټول ولس ددې هیله لري، چي خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي، خو په ډېری سیمو کي ناامنۍ ددې لامل دی، چي په سیمو کي د ماشومانو پر وړاندي ښوونځي وتړل سي.

د قومي مشرانو په خبره افغان ملت د سولي په تمه دی او نور پدې خاوره کي د جګړې دوام نه غواړي.

قومي مشران زیاتوي داسي سوله غواړو، چي د افغانانو ارزښتونه پکښي خوندي وي.

دغه غونډه کي د علیزو د سرتاسري شورا د یو کلن فعالیت د راپور وړاندي کولو په پار جوړه سوې ده، د راتلونکو فعالیتونو لپاره یې ژمنه دا وه، چي د ولسي وګړو د خمدت په لار کي به نه ستړي کیدونکي هڅي وکړي.

او په شمالي ولسوالیو کي به ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او ولسي وګړي به وهڅوي، چي د هویت تذکرې جوړي کړي.

راپور: میوند مېړنی