دوشنبه , حوت ۲۷ ۱۳۹۷
Home / شعر / وطن / احسان الله درمل

وطن / احسان الله درمل

د روح سکون، د زړۀ ټوټه، د سترګو تور دی وطن
شرم دی مه یې خرڅوئ، ټیکری د مور دی وطن

تت خو یې مه شه د جلال او د جمال رنګونه
شرنګ دی زما د ځنځیر ستا د بنګړو شور دی وطن

پرواز به وکړي د ققنوس غوندې له خپلو ایرو
خیردی اخیستی که له خپلو بڼو اور دی وطن

ور به یې نکړم یوه لوېشت ځمکه په باغ د عدن
که سوی لوی دی، که وران، که سپېره سپور دی وطن

څوک یې کوهي ته غورځوي څوک د وحشت زندان ته
لکه یوسف د خپل او بل په تهمت تور دی وطن

وچ کړنګونه یې له تاندې موملایۍ نه ډک دي
چېرته یئ؟ راشئ پرهرژلیو! چې ټکور دی وطن

#وطن

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

مينه / اجمل پسرلی

« ته راباندې ګرانه یې» د ( ایوا) شنې سترګې لکه موجونه لمر ته وځلیدل: …