دوشنبه , حوت ۲۷ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / د هند او پاکستان ترمنځ جګړه نه ده سړه شوې

د هند او پاکستان ترمنځ جګړه نه ده سړه شوې

یو خوا د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې د کمېدو په موخه ډيپلوماتیکي هڅې روانې دي، بلخوا هندي او پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا په کشمیر کې پر یوه او بل ډزې کړي.

اسوشیټېډ پرېس اژانس خبر ورکوي چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادو ځواکونو پرون چهارشنبې یو بل تورن کړ چې لومړی ډزې یې په درنو او سپکو وسلو پیل کړي دي.

تر اوسه د سر او مال د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د هند او پاکستان ترمنځ شخړې وروسته تردې زیات شوې چې د فبروري په ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر ۴۰ ډېر هندي سرتېري په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شول.

هند تور پورې کړې چې په‌دې برید کې پاکستان لاس لري، خو پاکستان دا تور رد کړی دی او په پاکستان کې مېشتې جیش محمد ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې هند د جېش محمد د ډلې د یو شمېر مشکوکو کسانو نومونه ورسپارلې دي او ده د دې ډلې د ۴۴تنو د نیولو خبر ورکړ چې په‌دې کسانو کې د جېش محمد د مشر مسعود اظهر ورور مفتي عبدالرووف هم شامل دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعظم سلیمان خان په همدې ورځ خبرې غونډې ته وویل، که ډېر شواهد ور وسپارل شي اسلام‌اباد به نورې هڅې هم وکړي.

د فبروري د ۱۴مې نېټې له برید وروسته هندي الوتکو د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې یو شمېر سیمې بمباري کړې او پاکستان دوه هندي الوتکې وویشتې چې د یوې پيلوټ یې هم اسیر کړ او بیا یې هغه د ښه نیت په دود بېرته هند ته وسپاره.

په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ وروسته تردې بیا ډزې تبادله شوي دي چې د دغو هېوادو ترمنځ ټرانسپورټي خدمات، د ریل او بسونو بیا تګ راتګ پيل کړي دی.

په اټمي وسلو د دغو دوو سمبال هېوادو ترمنځ وروستۍ کړکېچ له ۱۹۹۹میلادي کال را وروسته تر ټولو سخت کړکېچ بلل شوی.

په ۱۹۹۹ میلادي کال کې پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر ته پلي ځواکونه استولي وو.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د هلمند د دوو ولسوالیو سېلاب ځپلو او مالدارو ته به ۲۰۸ مټریک ټنه حیواني خوراکه ورکول شي.

د هلمند د کرهڼي ریاست له لوري ددې ولایت په دوو ولسوالیو کي مالدارو او …