د سرتېرو ملي ورځ؛ د هلمند ولسونو د سرتېرو لاسته راوړنې وستایلې

د سرتېرو ملي ورځ؛ د هلمند ولسونو د سرتېرو لاسته راوړنې وستایلې

د کب نهمه د سرتېرو له ملي ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې نمانځل کیږي، سرتېري ویاړي چې ځانګړې ورځ لري او په دې ورځ یې دولت او ولس د لاسته راوړنو او قربانیو قدرداني کوي.

هلمندي ولس دا ورځ امنیتي ځواکونو ته نوره هم ځانګړې او په زړه پورې کړه؛ ولسونو د ښار  په ټولو سیمو کې موظفو امنیتي ځواکونو ته مبارکي او د نور خدمت په پار دعا ورکړه، دغه راز یې د افغانستان ملي بېرغونه ددوی پر مټونو ور وټومبل.

د لښکرګاه ښار ځینې اوسېدونکي چې د ښار امنیتي ځواکونو ته د مبارکۍ په موخه ورغلي وو، وايي، چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او پرې ویاړي؛ دوی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو خپلې سینې د وطن دفاع ته د سپر پڅېر نیولي او موږ ته یې د ارام اوسېدو موقع راکړې.

د هلمند ولسونو دغه راز د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او دوی په ډاډ سره وویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه قوي مورال لري او کولای شي، چې په یوازې ځان د هیواد ساتنه وکړي.

دا ځل په داسې حال کې د افغان ځواکونو ملي ورځ نمانځل کیږي، چې له طالب مشرانو سره د سولې خبرې روانې دي او د طالبانو د شرایطو یو بعد دا هم دی، چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وځي او د هیواد د دفاع او ساتنې ټول مسولیت به افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي، بلخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې ثابته کړه، چې د هیواد د امنیتي وضعیت د کنټرول او د مخالفینو پر وړاندې د دفاع بشپړه توانمدي لري.

راپور: سېدالرحمن ویال