د څلوېښت زره کورنیو یوه هیله / بریالی روان

د څلوېښت زره کورنیو یوه هیله / بریالی روان

جلالتمآب ولسمشر! څرګنده ده چې تاسو د دولت او ملت جوړونې ستر بنسټونه کېښودل او لا هم دې مظلوم ولس ته په سترو خدمتونو بوخت یاست. خو هغه څه چې تر دې مهاله ورته هیڅ توجه نه ده شوې هغه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص، درملنې او مخنیوي د یوه ملي او ځانګړي روغتون نه شتون دی.
غواړم چې د څلوښت زره کورنیو په استازیتوب درسره یو درد او غوښتنه شریکه کړم! د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس په افغانستان کې تر(۴۰۰۰۰) زیات کسان د سرطان په ناروغیو اخته دي، هر کال شاوخوا (۱۵۰۰۰) هېوادوال د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او هرکال (۲۰۰۰۰) زره کسان نوي په دې ناروغۍ اخته کیږي.
جلالتمآب ولسمشر! که چیرې تاسو په هېواد کې د دې تباه کوونکې او خطرناکې ناروغۍ د تشخیص او تداوۍ لپاره یوه مجهز ملي روغتون جوړ کړی، نو دا به مظلومو هېوادوالو ته ستاسو یو ستر بشري خدمت او داسې میراث وي چې په دنیا او اخرت کې به یې تاسو ته ثواب رسیږي.