دوشنبه , حوت ۲۷ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / راشد خان نوی ریکارډ پخپل نوم کړ

راشد خان نوی ریکارډ پخپل نوم کړ

راشد د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په تېره لوبه کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

دغه لوبه د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د شل اورونو سیریز وروستۍ لوبه وه، چې افغانستان ۰-۳ له ایرلینډ لوبډلې څخه وګاټه.

په وروستۍ لوبه کې راشد خان لومړنی لوبغاړی شو، چې په څلورو بالونو څلور ویکټې اخلي؛ هغه په لومړي بال د کېون اوبراین، په ورپسې بال د جورج ډاکرېل، بیا د شېن ګېټکېټ په ویکټ هټرک ترلاسه کړ او په څلورم بال  یې د سمې سینګ ویکټ ترلاسه کړ او په دې سره یې په څلورو بالونو د څلورو ویکټو اخیستلو ریکارډ د ځان په نوم ثبت کړ.

 دا لوبه افغانستان د ۳۲ منډو په توپیر وګټله او محمد نبي، چې په توپوهنه کې یې ۸۱ منډې ترسره کړې وې، دلوبې او سیریز غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان لوبډله د راتلونکې پنجشنې په ورځ له ایرلینډ سره د ۵۰ اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کوي، چې د افغانستان پر وخت دولس بجې به پیل شي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د هلمند د دوو ولسوالیو سېلاب ځپلو او مالدارو ته به ۲۰۸ مټریک ټنه حیواني خوراکه ورکول شي.

د هلمند د کرهڼي ریاست له لوري ددې ولایت په دوو ولسوالیو کي مالدارو او …