دوشنبه , حوت ۲۷ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / سنګين کې چاڼيز عمليات پیل سوي

سنګين کې چاڼيز عمليات پیل سوي

 تېره ورځ د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پېل شول، چې له مخې به يې ددې ولسوالۍ مرکز او نورې سيمې د وسله وال طالبانو له شتون څخه پاکې سي.

دغه پوځي عمليات چې هوايي ځواک يې هم ملتیا کوي، دا مهال په شکر شېلې سيمه کې روان دي، چې د تېرې ورځې راهيسې يې شاوخوا ۵ کليومتره پرمختګ کړی دی او له مخې يې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل سوي، ۲۱ کړۍ ماينونه له منځه وړل شوي،دوه مهم مرکزونه يې سره د وسلو او مهماتو ويجاړ سوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا ریئس عطا الله افغان له امنیتي چارواکو غواړي، چي ددې ولسوالۍ ټولي سیمي له وسله والو طالبانو څخه ونیسي.

د مشرانو جرګي د امنیتي او دفاعي کمیسیون ریئس هم له امنیتي چارواکو غواړي، چې په ډېر دا عملیات پرمخ یوسي. دی زیاتوي، چې د ولسي وګړو ژوند ته باید پوره پاملرنه وشي، چي مرګژوبله ورته ونه رسیږي.

دغه راز په ګرمسېر ولسوالۍ کې د دښمن د ځپلو او د سيمو د تصفيې عملیات دوام لري، چې ختيځ لور ته نېږدې لس کيلومتره سيمه او ګڼ کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي، امنيتي پوستې او بېزونه جوړ شوي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

راپور: میوند مېړنی

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

د هلمند د دوو ولسوالیو سېلاب ځپلو او مالدارو ته به ۲۰۸ مټریک ټنه حیواني خوراکه ورکول شي.

د هلمند د کرهڼي ریاست له لوري ددې ولایت په دوو ولسوالیو کي مالدارو او …