هند د کرکټ نړیوالې شورا ته له پاکستانه شکایت کړی

هند د کرکټ نړیوالې شورا ته له پاکستانه شکایت کړی

 

 

 

 

 

 

 

 

د هند کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د کرکټ نړیوالې شورا ته په یو رسمي ایمیل کې ټېنکار کړی چې د کرکټ کمیونیټي\غړي قانع کړي له هغو هېوادونو سره اړیکې پرې\خرابې کړي چې ترهه او ویره په کې صادریږي. هدف یې پاکستان دی. هند په نړیوال جام کې د خپلو لوبغاړو د امنیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. داسې انګېرنې شته چې هند به په نړیوال جام کې له پاکستان سره لوبه نکوي. دا ټول اقدامات په کشمیر کې د هند پر نیمه پوځیانو د پاکستان د یوې اورپکې ‌‌‌‌‌‌ډلې له ځانمرګي برید وروسته اخیستل کیږي. په دغه برید کې شاوخوا ٤٠ سرتېري ووژل شول. هند یې د غچ اخیستلو ګواښ هم کړی.