مسافر / اجمل پسرلی

مسافر / اجمل پسرلی

په اړخ واوښت. پښې یې وغځولې بیرته یې ټولې کړې. د پردې ژۍ یې په دوو ګوتو پورته کړه. کوڅه په تیاره کې پرتې واورې ته رڼه ښکاریده.  د موبایل پر شیشې یې ګوته تیره کړه، د خپل کلیوال د فیسبوک مسیج یې بیا ولوست« خدای دې خیر پيښ کړي، دعا کوئ»

لاس یې وغځاوه، کوټ یې له کوټبنده راکش کړ. یومنزل به ښکته شوی و، بیا پورته وخوت دروازه یې پورې وهله چې بنده ده که نه ده، ور بند و. موبایل یې په موټ کې ونیو، بیرته پر زینو ښکته شو.

د بسونو د تمځي په اخره کې د سړک د غاړې څراغ مړ و. ورته ودرید. سر یې بیرته ښکته واچاوه، د سړک په مینځ کې لاندې روان شو. سړک پراخ ورته ښکاره شو، د ورځې به پر دې سړک موټر تلل راتلل.

له یوه کوره د نوې زیږیدلي ماشوم د ژړا غږ راغی، بیا هرڅه غلي شوو، وړاندې زګیروی و لکه کوم زوړ سړی چې له درده کړیږي. موبایل یې ولید، بیا یې ولید. ساړه یې وشول. لاس یې د کوټ په جیب کې ننویست. راوګرځید. دا ځل یې ګامونه چټک وو. هڅه یې کوله چې ژر تر ژره خپلې کوټې ته ستون شي.

 د اپارتمان پر وره چې یې پل کیښود، له کوټ سره یې ځان پر تخت واچاوه. سترګې یې درنې شوې. ورو یې کمپله راکش کړه، د کوټ یو لستوڼی یې وایست بل لاس یې هم له لستوڼې بهر کړ، کوټ یې د کمپلې له لاندې پورې واهه. په خپل خرهارې راویښ شو، سترګې یې وغړولې څراغ لګیدلی و، کوټ لاندې چرموړلی پروت و، موبایل ته یې وکتل. راپاڅیده، کوټ یې په کوټبند کې بند کړ، څراغ یې مړ کړ، کوټه تپه تیاره شوه، لا نیمه شپه وه، بالښت یې پر سر کیښود، په خیال کې وطن ته ولاړ خپل پخواني کور ته ورغی، کوټه په کوټه وګرځید……..

تړنګ شو، مسیج ورته راغی. ورور یې ورته لیکلي و، ولې دومره سودایي یې شل مسیجه دې راغلې دي، خیریت دی.

سړه ساه یې وایسته. لاس یې وغځاوه، موبایل یې له لاسه ولوید. سترګې یې سره ورغلې. موبایل وشرنګیده، د ساعت زنګ و، کارته د تګ وخت.

پراګ