سمسونګ نوي موبايلونه نندارې ته وړاندې کړل

سمسونګ نوي موبايلونه نندارې ته وړاندې کړل

سمسونګ ګلکسي Galaxy Fold

ددې موبايل بيه به ۱۹۸۰ ډالر وي او سکرين یې ۶،۴ اينچه او کله چې لکه کتابچه خلاصېږي اووه اشاريه دری اينچه ته به یې سکرين رسېږي.
ريزولوشن به یې د سکرين ۲۱۵۲ پر ۱۵۳۶ وي، دا موبايلونه لومړني موبايلونه دي چې په ۵G ټيکنالوجي به سنبال وي او LTE هم لري د اپرېل په ۲۶ مه به بازار ته راشي.
۱۲ جي بي ريم به لري، په څلورو بېلابېلو رنګونو تور، نقريي ، شين او اسماني شين کې به موجود وي او ۵۱۲ جي بي داخلي حافظه به ولري چې ډېره تېز به شی پکې ذخيره کېږي اضافي ميموري ځای نه لري ، دوه بېلې بېټرۍ لري چې سيستم یې د يوې په نامه پېژني او د چارج ذخيره به یې ۴۳۸۰ ملي امپيره وي.
په شپږو کامرو مجهز دی چې دری شاته، يو مخې ته او دوه په دننه کې لري، دا موبايل دری ۱۲ ميګاپيکسل وايډ اېنګل لرونکې کامرې، او يوه هم ۱۲ ميګاپيکسل ټيلي فوټو کامره، او ۱۶ ميګاپيکسل الټروايډ کامره. د مخې کامره یې ۱۰ ميګاپيکسل سيلفي کامره، او ۸ ميګاپيکسل ډيپت کامره، او په فينګر پرېنټ سره خلاصېږي يوه جالبه یې داده چې په عين حال کې دری اپلېکشنونه پکې په يو وخت کتلی او رن کولی شئ.

سمسونګ ګلکسي اېس ۱۰ پلسGalaxyS10Plus
بېګاه سمسونګ د موبايلونو د اعلانولو په لړ کې يو بل موبايل د سمسونګ ګلکسي ۱۰ اېس پلسSamsung Galaxy S10+ موبايلونه هم نندارې ته وړاندې کړل چې ځينې ځانګړنې يې په لاندې ډول وې.
سکرين: ۶،۴ اينچه
د سکرين ريزولوشن: ۱۰۴۰ پر ۳۰۴۰
وزن: ۱۷۵ ګرامه
داخلي حافظه:۱۲۸ جي بي، ۵۱۲ جي بي ، ۱۰۰۰ جي بي .
رېم: ۸ جي بي ريم والا موبايلونه یې ۱۲۸ او ۵۱۲ جي بي داخلي حافظه لري او ۱۲ جي بي رېم والا موبايل (يو ټي بي يا په اصطلاج زر جي بي) حافظه لري
خارجي میموري: تر ۵۱۲جې بي پورې اخيستلی شي هغه به هم د دويم سيم کارت په ځای کې ور اچوئ.
د شاه کامرې: دری ۱۲ ، ۱۲ او ۱۶ ميګاپيکسل کامرې د عکس ريزولوشن ۴۰۰۰ پر ۳۰۰۰ پيکسله
د مخې کامرې: لس او اته ميګاپيکسل
بېټرۍ: ۴۱۰۰ ملي امپير
د ويډيو ريکارډ ريزولوشن : ۳۸۴۰ پر ۲۱۶۰ ، ۴کې
رنګونه: ژېړ، سپين،تور،شين، اسماني شين، ګلابي او نور رنګونه
د ګوتې پاسورډ: یې په ښيښه کې دی.
بلوټوت: یې ډېر تېز او بهترين په ۵٫۰, A2DP, LE, aptX
بازار ته راتګ: ۲۰۱۹ مارچ اتمه
بيه:۱۰۰۰ ډالر شاوخوا
نورې ځانګړنې هم لري خو په هغو د عامو لوستونکو سر چندان نه خلاصېږي.

د سمسونګ درېيم ځيرک موبايل Galaxy S10 5Gځانګړنې:
سمسونګ ګلکسي ۱۰ ۵G موبايلونه چې بيخې ځانګړي خصوصيات نه لري ۶٫۷ اينچه یې سکرين يې دی
۵ جي انټرنېټي سرعت ته برابر شوی، ددې موبايل په شاه واضح ليکل شوي چې ۵جي پکې کار کوي.
شاته کامرې یې ۴ دي، يو ToP کامره یې د مخې له سيفلي کامرې سره په څنګ کې بله اضافه کړې چې په لايو ويډيو کې مو شاته ساحه بلر بوکه ايفيکټ (خپه ) کړي، ۴۵۰۰ ملي امپیره بېټرۍ لري،۸ جي بي رېم لري، ۲۵۶ جي بي داخلي حافظه لري، يو سيم کارت خوري او بله اضافي ميموري نه ورولېږي. سمسونګ دا موبايل ددې لپاره ر اېستلی چې له نورو رقيبانو څخه په ۵ جي کې مخته شي.
مخکې له مخکې اډر ورکولو درته جوړېږي.

د سمسونګ کمپنۍ څلورم ځيرک موبايل Galaxy S10
د سمسونګ ګلکسي اېس لس بيا يوازې ښه ځانګړنه Wireless Power Share ده چې کولی شې بل موبايل یا ډيوايس هم ترې په وايرليس ډول چارج کړې که څه هم دا ځانګړنه د هواوې کمپنۍ مېټ پرو ۲۰ هم لري ،په دې سره يې ايفون ته سم ستېزه ورښکاره کړې ځکه اېپل د ايفون په د وايرليس چارجولو کې له مشکل سره مخ دی. اېپل (ايرپاور ) نندارې ته وړاندې کړی ، خو دادی دوه کاله یې وشول چې د مشکلاتو له امله بازار ته ندی راغلی.
د ګلکسي اېس لس نورې ځانګړنې:
√ وزن يې ۱۵۷ ګرامه
√ ژۍ ګانې : ۱۴۹٫۹ x 70.4 x 7.8mm
√ سکرين:۶ اشاريه يو اينچ
√ ريزولوشن:QHD+
√ ريم: ۸ جي بي
√ ميموري۱۲۸ او ۵۱۲
√ بېټرۍ: ۳۴۰۰ ملي امپيره
√ د شاه کامرې: دری (۱۲,۱۲ او ۱۶) ميګا پيکسل
√ د مخې کامره: ۱۰ ميګا پيکسله
√ بيه: ۱۲۸ جي بي په ۹۰۰ ډالر
√ او ۵۱۲ جي بي په ۱۱۵۰ ډالر

د سمسونګ پنځم ځيرک موبايل Samsung Galaxy S10E
دا موبايل هم بېګاه سمسونګ نندارې ته وړاندې کړ ، ددې موبايل بيه به له ۷۴۹ ډالرو پيل کېږي.
سکرين يې ۵ اشاريه ۸ ،فول اېچ ډي ۲۸۱۸ پر ۱۴۴۰
وزن: ۱۵۰ ګرامه
ښيښه: Corning Gorilla Glass 5
بېټرۍ: ۳۱۰۰ ملي امپيره
رېم: ۶ او ۸ جي بي
داخلي حافظه: ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي
تر ۵۱۲ جي بي خارجي ميموري هم سپورټ کولی شي، د ميموري کارټ په ځای کې سيم کارت هم ور اچولی شئ.
چارج: په کېبل او وايرلېس ډول چارجېږي.