چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / افغانستان د ایراني زعفرانو پر واردولو بندیز ولګاوه

افغانستان د ایراني زعفرانو پر واردولو بندیز ولګاوه

د افغانستان د کرني، اوبو لګوني او مالدارۍ وزارت پرون یکشنبه اعلان وکړ چي حکومت له بهرنیو هیوادونو څخه د زعفرانو واردات منع کړي دي.

دا وزارت وايي چي ولسمشر محمد اشرف غني ته یې وړاندیز کړی و چي د زعفرانو او د هغو د پیازو په وارداتو دې بندیز ولګوي او ولسمشر هم له دې وړاندیز سره موافقه وکړه.

راپورونه وايي چي افغانستان ته له ایران څخه د ټیټ کیفیت زعفران راوړل کېږي چي په نړۍ کې یې د افغانستان د زعفرانو ښه شهرت زیانمن کړی دی. خلک وايي چې ایران قصداً خراب زعفران افغانستان ته رالېږي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو شهرت ته تاوان واړوي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د دې لپاره چې په وروستیو کلونو کې له بهره افغانستان ته د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات او قاچاق د ځینو ستونزو سبب سوی، له کبله یې د زعفرانو د کښت او صادراتو د ودې په لاره کې لوی خنډ پېښ سوی؛ د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات او په قاچاق راوړل د افغانستان د زعفرانو د کښت د پراختیا پر پروژې منفي اغېز پرېباسي او د دې بوټي د تولید او ورسره د کروندګرو د لېوالتیا د کمېدو سبب کېږي.»

د کرنې وزارت همداراز ویلي«د هیواد ولسمشر د افغانستان د زعفرانو د تولید د پراختیا، د ارزښت د زیاتېدا، په خپل حال د لوړ کیفیت د پاتې کېدا او د نړیوال ځای د ساتنې لپاره د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات منع کړي دي.»

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت وايي چې د افغانستان زعفران د کیفیت له نظره په نړۍ کې لومړی مقام لري، خو د بهرنیو بې کیفیته زعفرانو واردات د دې سبب سوي چې د افغانستان د زعفرانو نړیوال اهمیت له خطر سره مخامخ سي.

د افغانستان د کرنې وزارت له معلوماتو سره سم، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د زعفرانو حاصل له درې نیم ټنو څخه ۱۰ ټنه او ۶۰۰ کیلو ته لوړ شوی دی او د کښت ساحه یې له یوزرو پنځوس هکتاره ۵ زره ۲۰۵ هکتارو ته پراخه سوې ده.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

محمداشرف غني: د هیواد د جګړې د خصوصي کېدو خلاف یم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خصوصي سیکتور ته د افغانستان د جګړې له سپارلو …