چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / طالبانو په غزني کي ۴ پلونه الوزولي دي

طالبانو په غزني کي ۴ پلونه الوزولي دي

وسله والو طالبانو  پرون شنبه غزني ښار ته نژدې یو لوی او درې کوچني پُلونه الوزولي چي له کبله یې د کابل – کندهار پر لویه لار تګ راتګ له خنډ سره مخامخ سو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له دې سره په یو وخت د غزني ولایت مرکز ته نژدې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ تیت پرک نښتې پیل سوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې د غزني او زرمت ترمنځ یونیم کیلومتر پوخ سړک په بلدوز اړولی و. دې ډلې په هلمند او نورو ولایتونو کې هم په ګڼ شمېر پُلونه نړولي دي.

د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري رسنیو ته وویل چې د غزني د قره باغ ولسوالي د عبدالله ګل په سیمه کې طالبانو یوه لوی پُل ته ماینونه کېښودل چې به نتیجه کې یې نه یوازې پُل نړېدلی بلکې ۴ تروریستان هم د خپل ماین له کبله وژل سوي دي.

ده وویل چې د غزني – زرمت د سړک په اوږدو کې امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړي او یو شمېر سیمې یې د طالبانو له وجوده پاکې کړي دي.

د قره باغ اوسېدونکي وايي چې د طالبانو له لوري د پُلونو د نړېدو له کبله د موټرو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ سوی او وسله وال طالبان هم څوک نه پرېږدي چې پر لاره تګ راتګ وکړي.

د غزني د والي ویندوی تاییدوي چې د باري موټرو په تګ راتګ کې ستونزه شته ځکه چې پر خامه لاره تللی نه سي.

وسله والو طالبانو کابو دوې میاشتې پخوا د غزني ښار اکثره برخې ونیولې چې له کبله یې د سلګونو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ د ښار ګڼې سیمې او ودانۍ ویجاړې سوې.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

محمداشرف غني: د هیواد د جګړې د خصوصي کېدو خلاف یم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خصوصي سیکتور ته د افغانستان د جګړې له سپارلو …