چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / مقالې / د ولسي جرګې د وکیلانو لپاره څو کرښې

د ولسي جرګې د وکیلانو لپاره څو کرښې

شمس الله خوستی

(مشورې او نیوکې)

په دیموکراتیکه  ټولنه کې پارلمان عمده بنسټ دی، چې حیاتي مسولیتونه، دندې او مکلفیتونه  لري.

د ,ولسي جرګې وکیل ډېر مسولیتونه لري، چې عمده هغه یې (تقنین، د حکومت پرکړنو نظارت، دخلکو استازیتوب  او د بودجې کنترول) دی.

د دې  لپاره چې د پارلمان وکیلانو نیږدې  ټولو مسایلو ته رسیدګي کړي  وي، تر هرڅه لومړی یې له خلکو سره  اړیکه ټینګول اړین مکلفیت دی.

له  موکلینو سره د ولسي جرګې وکیلانو د اړیکو لارې  چارې

د پارلمان د وکیل باید له موکلینو سره د اړیکو ټینګولو لپاره  غوره لارې چارې وسنجوي، دا اړیکه هغه مفاهمه ده، چې د وکیلانو او ولسونو ترمنځ  باید شتون ولری، نو یو وکیل باید د مفاهمې په  ټولیزو اړخونو پوهـ وي، د غوره مفاهمې په اړه به  د لیکنې په وروستۍ برخه کې وغږېږو، اوس د وکیلانو او موکلینو ترمنځ  د اړیکو د لارو چارو په اړه څرګندونې ولرو، دغه لارې په لاندې ډول دي:

  1. که  د پارلمان  وکیل باید په  اړوند ولایت کې د مدني، ادبي، کلتوري او نورو ټولنو او شورا ګانو د مشرانو او همداراز په  ټولنه کې د یو شمېر پوهو وګړو، مولفانو او برجسته وګړو د تلیفون شمېرې ولري او د اړتیا پرمهال ورسره اړیکه ټینګه کړي او همداراز د دوی تلیفوني اړیکې ته ځواب ووايي، نو د خپلې ملي دندې د ښې اجرا لپاره به ورسره  ډېره لاسنیوای وکړي.
  2. د اړیکو ټینګولو بله  لاره په ولایاتو کې د ولسي جرګې د وکیلانو د دفترونو شتون دی، ترڅو له  دې لارې د خلکو معقولو غوښتنو ته ځواب ووایي او د ولسونو له خوا راټول کړل شوي موضوعات له  توحید او چڼ وروسته په عمومي غونډو او مجلسونو کې  مطرح او د حکومت او اړوندو استازو توجه ورته راجلب  کړي، که چېرې د حکومت او اړوندو استازو له خوا د ولس معقولو غوښتنو ته  پاملرنه نه کېده، نو خپل موضوعات هم له ولسونو او هم له رسنیو سره شریک  کړي، دا ټولې هغه لارې چارې دي، چې وکیلان باید د ولس د معقولو غوښتنو او حقونو د ترلاسه  کولو په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي.

له  موکلینو سره  د وکیلانو د اړیکو نیولو وختونه:

  1. له  ولس/ موکلینو سره  د وکیلانو د اړیکو نیولو ښه  وخت د دوی د رخصتۍ دي، که په  رخصتیو کې وکیلان له ولسونو سره  د موضوع له څرنګوالي سره سم غونډې، ناستې، راټولیدونې او که  اړتیا وه کنفراسونه دایر او بېلا بېل سیاسي، ټولنیز، علمي، د بیارغونې  او نور مسایېل وڅیړي، نو تر ډېره بریده به د ستونزو هواري ښې لارې چارې  پیدا شوي او د ولسونو قناعت به حاصل شوی وي.
  2. له  موکلینو سره  د وکیلانو د اړیکو ټینګولو بل  اړین وخت په ضروري حالاتو کې  اړوندو ولایتونو ته سفرونه دي، ترڅو د ضروري  موضوعاتو مثلا د قوانینو د طرحې او موافقتنامو په  اړه له موکلینو سره مخامخ لیدنې او بحث وکړي او د ولس د نظرونو، غوښتنو او وړاندیزونو له مخې ستونزو ته د هواري غوره  لارې چارې پیدا او پلې کړي.

دغه  ډول لیدنې  کتنې نه یوازې  د کارونو د ښه ترسره  کولو لامل ګرځي، بلکې خلکو ته  په کارونو کې د شفافیت ښودنه کوي  او له مخې یې د خلکو اعتماد ترلاسه کیږي.

د موکلینو او استازو متقابلې همکارۍ

د موکلینو دنده دا ده، چې له خپلو استازو سره  په بېلا بېلو برخو کې همکاري وکړي  مثلاً د عام المنفعه پروژو تحقق او د برنامو جوړونې  او نورو مشروع او معقولو غوښتنو په برخه کې همکاري  کول او دوی ته د لازمو مشورو ورکړه د موکلینو مسولیت دی.

بې  له متقابلو همکاریو څخه  نه استازي بریالي دي او نه  ولس رضایت لري، د پارلمان د استازو  او د ولس د غوښتنو او هیلو اصل او د ټولنې  د نېمګرغۍ بنسټ همدا متقابله همکاري ده، خو چې  په سمه توګه ورته پاملرنه وشي، مګر د پارلمان په  تېرو دورو کې دغه اصل ته پاملرنه نه ده شوې؛ د پارلمان  په تېرو دورو کې وکیلانو دلچسپي نه ده ښودلې، چې له ولس سره  دغه ډول پراخې اړیکې ولري، لکه پورته چې ذکر شوې او نه یې هغه  ډول کارونه کړي دي، چې د ډیرکي ولس لپاره د قناعت وړ وي.

مفاهمه

مفاهمه په لنډه  توګه داسې تعریف شوې: مفاهمه دپوهيدلو وړمالوماتوليږدونې او اخيستنې ته وايي.

هغه عوامل چې په مفاهمه  کې درز کوي

يو شمېرعوامل شته، چې د مفاهمې اغيز له منځه وړي يا يې كموي  نو يو سپر وايزر او مدير بايد لومړى  دغه ډول عوامل وپيژني او ورپسې د هغو خنډونو د هواري  چارې ولټوي، چې مفاهمه ټكنۍ كوي.

  1. فساد: د فساد شتون  هغه ستر عامل  دی، چې د مفاهمې د متقابلو اړخونو ترمنځ  واټن رامنځته کوي او نه یوازې پر مفاهمه منفي اغيز لري، خنډ او ځنډ پكې  رامنځته كيږي، هغه وکیلان چې په یو نا یو ډول لږ و ډېر په  فساد کې له ولسونو سره مفاهمې ته زړه نه ښه كوي، خو برعکس د ټاکنو پرمهال بیا له ولسونو څخه رایه غواړي او ځانونه سپینوي.
  2. نا رښتيني  ژمنې: که  د پارلمان  استازي د دروغو ژمنې  کوي نو دا د ولس پر وړاندې  یو ناوړه کار دی، که استازي هرڅومره  له چل او هنر څخه کار واخلي دوی نه شي  کولی چې تر اوږده مهاله پورې خپل دروغ پټ  کړي، دغه کړنه هم په د موکلینو او وکیلانو ترمنځ  د مفاهمې ستر درز رامنځته کوي.
  3. بې پروايي: د پارلمان  یو شمېر وکیلان  یوازې د شخصي ګټو په  فکر کې وي، د ولس د ستونزو له  اوریدو سره دلچسپي نه لري او موکلینو ته  له پاملرنې څخه بې پروا وي، خپل ډېر وخت په  شخصي كارونو تېروي او له موکلینو سره سلا مشورو ته ارزښت نه وركوي دغه ډول كړنې د مفاهمې پر وړاندې  ستر خنډونه رامنځته كوي.
  4. د وړتيا نه  شتون: کله  چې د پارلمان  وکیل پوره وړتيا نه  لري، نودوی نه یوازې  د مفاهمې په ارزښت نه پوهیږي، چې  د مفاهمې ارزښت و نه پيژندل شي نو د كارونې د ميتودونو او د تخنيكونو ارزښت يې هم نه پېژندل  كيږي.
  5. د مفاهمې نېټورک: د هر اړخیزو پرمختګونو لپاره  ډېره غوره لاره دا ده، چې په  پارلمان کې د یو ولایت وکیلان د مفاهمې  لپاره د غوره میکانېزم له مخې دقیق او بریالي  نېټورک جوړ کړي، په دې نېټورک کې د اړوند ولایت  دیني علما کرام، مدني فعالان، د شوراګان، ټولن او نورو بنسټونو مشران، استادان، قومي  مشران او هغه کسان شامل وي، چې د ولایت په سطحه د حساب وړ وي.

مفاهمه  چې هر څومره  ځواکمنه وي، هغومره  یې ګټه ډېره ده، د مفاهمې  د ځواکنتیا ښه لاره لویې راټولیدنې، لیکلي  نظریال اخیستل، د میډیا له لارې (چې نن سبا یې  ښه لار فسبوک دی) له مولکینو او د اړوند ولایت له  خلکو سره د نظریاتو شریکول، د وړاندیزونو اخیستل، د کړنو په  پایلو د ولس خبرول او له ولس څخه د نظریاتو او مشورو اخیستنه  ده.

د پارلمان  د تېرو دورو یو شمېر وکیلانو د خلکو استازیتوب  نه دی کړی

په  هېواد کې  د ولسمشرۍ او وکیلانو د ټاکنې  لپاره د انتخاباتو رامنځته کیدل  یو ډېر ګټور ګام دی، خو له دغې ټاکنیز سیستم  څخه د ګټې اخیستنې لپاره سمو خلکو ته هم اړتیا ده، په  تیرو دورو کې د پارلمان یو شمېر وکیلانو داسې ناکړدې وکړې، چې  پارلمان یې د ولس تر پام بد کړ.

په  ټولیزه  رسنۍ فسبوک  کې زیاتره خلکو د پارلمان  په اړه منفي نظر ورکړی دی  او ویلي یې دي، چې په تېر دورو کې  زموږ پارلمان ولس او هېواد ته د ګټې  پر ځای تاوان کړی دی، په سلو کې پنځو تنو هم  د تېرو پارلماني دورو په اړه مثبت نظر نه دی ورکړی، زیاترو یې  ویلي دي، چې د دې پارلمان له شتون څخه یې نه شتون غوره و، یو شمېر کسانو خو د (چورلمان) نوم  ورکړی دی، ځینو بیا په انګلیسي (Business center) نوم ورکړی دی، چې پلاني وکیل ټول فامیل حج ته  بېولی دی، ورپسې خلکو ډېر په کمنټونو کې دا کار ډېر غندلی دی، ځینو نورو لیکلي دي، چې د پارلمان ګڼ شمېر وکیلان  په رخصتیو کې دوبۍ ته تللي دي، د دوی دغه کار هم د ولس له ډېر زیات له غندنې سره مخامخ شو، یو شمېر کسانو په  کنایي انداز لیکلي وو، چې ( دوی به دوبۍ ته د څه شي لپاره تللي وي؟)

په  رخصتیو کې  دوبۍ ته د وکیلانو د چکر په  اړه د ازادۍ راډیو په پاڼه کې  هم د سرخط ورځپاڼې په حواله مطلب  راخیستل شوی دی، په یاد مطلب کې راغلي  چې بیا د وکیلانو ژمنۍ رخصتۍ پيل شوي، دوی  باید له موکلینو سره وګوري خو وروسته یې لیکلي  دي، چې:« د حامد کرزي  نړیوال هوايي  ډګر به ډېر ژر دبۍ او نورو ښایسته  هیوادونو ته د وکیلانو د سفر شاهد وي»

په  دې کې  شک نه شته، چې  په تېرو دورو کې د ټولنیزو ګټو په  پرتله وکیلانو شخصي ګټو ته ډېره پاملرنه  کړې ده. په دې اړه رمضان بشردوست وايي:

«ځینې  وخت استازي  د یو وکیل یرغمل  کیږي، یانې ۱۲۴ تنه  وکیلان راځي، خو یو وکیل  نه شته، نو د دې لپاره چې  یو وکیل له خوبه نه دی بیدار شوی  د ۱۲۴ وکیلانو راتګ خنثی کیږي» روزنامه ۸ صبح

دا یو خو یوه  بېلګه ده چې نوموړي  وړاندې کړې، ګني نو د ناسوبو شمېر زیات  او همېشنی دی، خو د ده موخه دا ده چې د پارلمان  له وکیلانو ۱۲۴ حاضر او یو تن غیر حاضر وي هم د نورو وکیلانو راتګ  خنثی کوي.

په  یاده  پاڼه کې  راغلي چې د پارلمان  بل وکیل غلام حسین ناصري  وايي: « داسې وکیلان وو چې د پارلمان  د نوي دورې په اوږدو کې یې حتی څلور میاشتې  هم په مجلس حضور نه درلود»

د افغانستان  اساسي قانون په  ۱۰۸ ماده کې د پارلمان  د وکیلانو د حاضرۍ په اړه  داسې څرګندونې لري او وايي: « د ملي  شوری د غړیو د حاضرېدو یا نه راتلو سره  مروبوطې چارې د داخلي وظایفو په اصولو کې  تنظمیږي»

د داخلي  وظایفو په  اصولنامې په  ۱۵۷ مخ کې په  دې اړه راځي: « که  چېرې د غړي ناسوبتیا له  کوم موجه عذر پرته د عمومي او د کمېسیونونو د غونډو په  کاري ورځو کې تر اوو ورځو واوړي، د ناسوبتیا د ورځو معاش یې  وضعه او نوم یې د هرې میاشتې په پای کې د رسنیو له خوا خپریږي»

خو د پارلمان  د داخلی وظایفو اصولنامه  د کاغذ پر مخ هغه لیکل دي، چې  تر اوسه په عمل کې نه دي پلي  شوي، ځکه چې په تېرو کرښو کې مو د غلام  حسین ناصري له قوله وویل، چې یو شمېر وکیلانو حتی  څلور میاشتې هم په مجلس کې حضور نه درلود.

په  کار وه، چې  په اساسي قانون  یا د پارلمان د داخلی  وظایفو په اصولنامه کې  د یو وکیل د پرلپسې ناسوبتیا پر واړندې  د معاش پر ګرځولو سربېره د دندې د تعلیق  او په پای کې له وکالت څخه د ایسته کولو په  اړه څه ویل شوی وای، خو په دې اړه هېڅ هم نه  دي ویل شوي.

پورتنۍ  ماده د نیوکې  وړ ده، ځکه چې په  اساسي قوانینو کې د مادو ګونګوالی  یوازې په یاده ماده کې نه بلکې په  نورو مادو کې هم شتون لري، د بېلګې په توګه  اساسي قانون د ولسمشر د مرستیالانو د تحصیل په اړه  ګونګ پاتې شوی دی، که په دقیقه توګه وکتل شي، نو ډېرې  نورې نیمګړتیاوې به هم پکې وي، خو زموږ موضوع نه ده.

په  روزنامه ۸ صبح  کې  د وکیلانو د ناسوبتیا په  اړه د میرمن هاشمي قول هم  راخیستل شوی، هغې ویلي دي: «په  کمسیویونونو کې د وکیلانو غیر حاضري  د معاملې له مخې دی، مثلاً: د کمسیون  غړي له انتخاباتو څخه د مخه د کمسیون له  رئیس سره معامله کوي چې زه ستا د بریالیتوب  لپاره رایه درکوم، خو زما ناسوبتیا ته مو پام وي.»

چې  مقننه  قوه دې  تر دې حده  وي، نور نو چا ته  سترګې وغړوو، سره له  دې، چې د اساسي قانون په  یو سلو دوه پنځوسمه ماده کې  راغلي چې: « جمهور رئیس، د جمهور رئیس  مرستیالان، وزیران، د ملي شوری او سترې  محکمې رئیسان او غړي، لوی څارنوال او قاضیان  نه شي کولی د وظیفې د تصدۍ په موده کې نور مشاغل  ولري.»

په  یاده  ماده کې  د ملي شورا غړي  نه دي ښودل شوي  یوازې رئیس یې پکې  شامل دی، په دې یا بله  ماده کې د مقننه قوې اهمیت  ته په پام سره باید اړوند غړي  هم ذکر شوي وای، ځکه چې د تيرې دورې  د پارلمان ګڼ شمېر غړو سوداګري کوله او راتلونکو دورو ته  هم ډېرو سوداګرو ځانونه کاندید کړي دي، ترڅو له دې لارې خپلې  سوداګریزې کړنې پراخې او همداراز دخپلې سرمایې خوندیتوب ته لاره  پیدا کړي.

په  پارلمان  کې یوه بله  غټه ستونزه د پوهې  د کچې ټیټوالی دی، د پارلمان  په تېره دوره کې ګڼ شمېر وکیلانو هوايي  د لسانس سندونه واخیستل، اوس یې ټول لسانس  او ماسټران دي، څوک اقتصاد پوهان دي، څوک حقوقپوهان  دي . . . حال دا چې په یادو برخو کې لومړنی پوهه هم  ورسره نه شته.

د پارلمان  راتلونکي دورې  ته هم داسې نوماندان  لرو، چې مقننه قوې ته به  یې ورتګ د لاندې مواردو له مخې  منفي پایلې ولري:

  1. د سواد کچې  ټیټوالی دی: هغه  نوماندان  چې د سواد  کچه یې ټیټه وي، هغه کړنې په  سمه توګه نه شي تر سره  کولی، چې د دې لیکنې په لومړۍ  برخه کې ورباندې غږیدلي یو.
  2. باک  ګراونډ: داسې  کسان به  هم وي، چې  تېرې کړنې یې  له اسلام دین او پښتني کلتور سره په ټکر کې وي، دغه  ډول کسان به د اسلام پر ځای د فحاشۍ  رایجولو ته ډېر کار کوي، دا دویم مورد هم  باید دنورو هغو په څېر په دقیقاً تر پام لاندې  ونیول شي، فرعي باید و نه ګڼل شي او نه سترګې ورباندې پټې شي.
  3. سوداګر: د پارلمان  په تېرو دورو کې  زیاتره هغه کسانو غیر حاضرۍ  کړي دي، چې سوداګر وو، دوی له  دې امله ملت ته غټ تاوانونه واړول  چې د پارلماني مسولیتونو څخه یې خپلې سوداګرۍ  ته ډېره ترجېح ورکوله، د دې لیکنې په لومړۍ برخه  مو په اړه خبرې کړي دي.
  4. زور واکي: یو شمېر داسې  نوماندان به هم  ولرو، چې سر له اوسه  یې زورواکي ښکاره ده، دغو ډول  نوماندانو ته باید رایه ور نکړل شي.
  5. غصب: ښايي  داسې نوماندان  هم ولرو، چې په  یو نا یو ډول د دولتي  ځمکو په غصب کې لاس لري، د دغه  ډول نوماندانو ته رایه ورکول ځکه  خیانت دی، چې که تر وکالته ورسیږي، نو په  خپل دغه ناوړه عمل به لا هم په ځواکمن ډول  لاس پورې کړي.
  6. د خلکو ځورونه  او ناوړه ګټه اخیستنه: ښايي  داسې نوماندان هم ولرو، چې له  واک، موقف، د مادي ځواک او فرصت څخه  په ګټه اخیستنه یې مشخصو خلکو، کلي، قوم  یا ملت ته تاوان رسولی وي، یا یې بیت المال  ته تاوان رسیدلي وي، یا یې له موقف څخه په ګټه  په یو نا یو ډول د ملت وینې زبېښلي دي، د دغې زبېښلو ډېر ډولونه  کیدلی شي، خو باید په اړه یې فکر وشي او کوم اړخ یې د انسانیت له  غوښتنو سره اړخ نه لګوي باید رایه ور نه کړل شي.
  7. توضع: ډېر کسان  داسې کسان  به هم وي، چې  تواضع نه لري، هغه  خلک چې توضع نه لري، نو بوله  چې دشیطان په څلور لاري کې ولاړ دی، یو شمېر نوماندان  سر له اوسه ځان دومره لوړ حسابوي وي، چې د دوی په اند خلک  باید له لاندې خوا پورته ور وګوري، ځکه چې دوی خو لوړ دي، لوړ ځای  ته خو به همداسې ورګورې چې له سره دې باید خولۍ پرېوځي.

هغه  کسان چې  کبر پکې وي، له  یوې مخې یې ایګنور کړئ، یانې  رایه مه ورکوئ

په  پورته  شپږو موردونو کې  باید دقیق فکر وشي، هغه  څوک چې یاد موردونه و نه  لري، نو که رایه ورکړل شي، زما په  اند تېروتنه به یې نه وي کړي.

ولس  باید په  دې پوی شي، چې  د پارلمان وکیل ځکه  اهمیت لري، چې د (خلکو استازی  دی) که د خلکو استازیتوب ترې ایسته  کړې، نو عادي وګړی دی، له دې لامله اهمیت  د وکیل نه بلکې د خلکو دی او دا باید له یاده  و نه باسي چې په ولسمشرۍ کې ولس هر څه دی او باید په  درنه سترګه ورته وکتل شي، داسې نه چې یو وکیل د ټاکنو په  وخت کې خلک پر یو او بل مخ ښکلوي، چې بریالی شي، نو په غیر رسمي  وخت کې هم د چا تلیفون ته د ځواب وخت نه لري.

په  دې هيله  چې په راتلونکي  پارلمان کې دا سې  وړ خلک ولرو، چې دوی  د پارلمان او اړوندو کمسیونونو د پر رئیسانو خپلې  رایې و نه پلوري او همدارز پخپله خو هېڅکله په  فساد کې ښکېل نه وي، بلکې د فساد پر وړاندې مبارزه  وکړي.

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

اتله ورځ به راشي، چې نسلونه به درباندې وویاړي

سلطان احمدزی نن (یکشنبه) د ننګرهار ولایت د بهسودو پل څېرمه څلور لارې کې د …