چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / منګولیا وايي، افغانستان ته پوځیان لېږي

منګولیا وايي، افغانستان ته پوځیان لېږي

منګولیا، چي له پخواني شوروي اتحاده دباندي د دغه هیواد تر ټولو نژدې او تابع هیواد و، وايي چي په افغانستان کي د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره ۱۱۳ پوځیان لېږي.

منګولیايي چارواکو د دوشنبې په ورځ /اکتوبر۱/ په پلازمېنه المباتور کې وویل چي دا ۱۱۳ تنه پوځیان به اتمه جوپه وي چي د افغانستان خاوري ته یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملاتړ لپاره استوي.

د منګولیا اوردین سونین ورځپاڼي د خپل هیواد د وسله وال ځواک د عامه اړیکو د مسوول تورن اینخیاګیل بتیارګیل په قول راپور ورکړ چي منګولیايي پوځیان به په افغانستان کي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو ماموریت په غاړه لري.

د منګولیا په شمال کې روسیه / سایبریا/ او په جنوب کي چین دی

منګولیا د چین او روسیې ترمنځ هیواد دی. له همدې هیواده چنګېزخان کابو ټوله اسیا ونیوله.

د منګولیا د وسله وال ځواک د عامه اړیکو مسوول وايي چې منګولیايي پوځیان به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په لور روان شي او هلته به کابل ته نژدې په یوه کمپ کې ځای پر ځای شي.

د نړۍ اکثره هیوادونه غواړي چې ناټو او امریکا ته د ځان د نژدې کولو لپاره د افغانستان په ماموریت کې برخه واخلي.

د ګورجستان او مقدونیا په شان ځینې هیوادونه په دې هیله افغانستان ته ځواکونه راستولي چې بالاخره به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.

د منګولیا د وسله وال ځواک د عامه اړیکو مسوول وايي، له ۲۰۰۳ کال څخه تراوسه پورې تر ۴۵۰۰ زیاتو منګولیايي پوځیانو په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې ګډون کړی او بېرته خپل هیواد ته راغلي دي.

منګولیا د کولمبیا، عراق، جنوبي کوریا، جاپان، نیوزیلنډ او پاکستان په شان د ناټو بهرنی شریک ګڼل کېږي.

ناټو په افغانستان کې خپل حربي ماموریت په ۲۰۱۴ م کال پای ته ورساوه خو لا هم شاوخوا ۱۶ زره پوځیان لري چې افغان ځواکونه روزي یا مشورې ورکوي.

 

 

 

 

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …