چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / کرېکټ اسیا جام: افغان نولس کلنو ملي لوبډلي پیل په بریا وکړ

کرېکټ اسیا جام: افغان نولس کلنو ملي لوبډلي پیل په بریا وکړ

د افغانستان نولس کلونو ملي لوبډله د اسیا جام په خپلي لومړۍ لوبي کي د عربي متحده اماراتو له لوبډلي سره مخ سوه. د لوبي پچه یا ټاس افغان لوبډلمشر رحمن الله ګربز وګاټه او سیاله لوبډله یې منډو جوړولو ته ور وبلله.

د اماراتو لوبډلي په ۴۴ اوور کي د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۴۰ منډي جوړي کړې.

د اماراتو لوبډلي تر ټولو ډېرې منډې (۲۵) برانډن ادم وکړې.

د افغان توپ اچوونکو په ډلې کې بیا قیس احمد د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول عظمت الله او سمیع الله هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

له افغان لوري هم لومړی لوبغاړی په لومړي اوو کې وسوځېد. پاتې دوه نور لوبغاړي هم تر ډېره تم نه سول، خو وروسته یې لوبه ښه او تېزه سوه.

د افغانستان له لوري عظمت الله وتوانېد چي پنځوسیزه پوره کړي او په ۲۷ اوور کې یې ټاکل سوی هدف پوره کړ. لوبه افغان لوبډلي په پنځو ویکټو وګټله.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، هند، سریلانکا، پاکستان، بنګله دیش، نیپال، هانګ کانګ او عربي متحده اماراتو لوبډلې سیالي سره کوي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …