چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / افغانستان / ‘عاطف مشعل اسلام اباد کي د افغانستان نوی سفیر ټاکل سوی’

‘عاطف مشعل اسلام اباد کي د افغانستان نوی سفیر ټاکل سوی’

افغان حکومت کي ځینو سرچینو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، د کرېکټ بورډ پخوانی مشر شکرالله عاطف مشعل په اسلام اباد کي د عمر زاخیلوال پر ځای د افغانستان سفیر ټاکل سوی دی.

افغان حکومت تر دې دمه رسماً د ښاغلي مشعل د ګومارل کېدو پخلی نه دی کړی.

یاده دې وي چې په اسلام اباد کي اوسني افغان سفیر څه موده وړاندي له خپلي دندي د استعفا اعلان کړی و، خو هغه مهال یې استعفا نه وه منل سوې او دی پر خپله څوکۍ پاتې سو.

ښاغلی مشعل د روانې سپتمبر میاشت نیمايي کي د افغان کرېکټ بورډ له مشرتابه استعفا وکړه، پر ځای یې عزیز الله فضلي د کرېکټ بورډ مشر وټاکل سو.

هغه مهال ویل کېدل، چي ښاغلی مشعل به پر یوه بله حکومتي دنده وګومارل سي.

نوموړی د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کي د کرېکټ بورډ مشر ټاکل سوی و.

د نوموړي د نوې دندي په تړاو تر اوسه رسماً څه نه دي ویل سوي او نه هم اسلام اباد کي د افغانستان اوسني سفیر عمر زاخیلوال غبرګون تر لاسه سوی دی.

څو ورځي وړاندي په هند کي د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي استعفا وکړه. افغان حکومت تر اوسه په نوي ‌‌‌‌‌‌ډیلي کي د ښاغلي ابدالي ځایناستی نه دی ټاکلی.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …