چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / د جرمني حکومت د کډوالو خلاف د کرکي د نه خپرولو غوښتنه وکړه

د جرمني حکومت د کډوالو خلاف د کرکي د نه خپرولو غوښتنه وکړه

وروسته له دې چي یوه افغان پناه غوښتونکي په جرمني کي درې تنه په چاړه ووهل، د جرمني په ټولنه کي د ادغام د دولت وزیر په سیاسي انګېزه د کرکي د خپرواي په وړاندي خبرداری ورکړ.

د جمعې په ورځ د جرمني په رافینزبرګ ښار کي یو افغان پناه غوښتونکی، چي عمر یې ۲۱ کلن ښودل سوی، وروسته له دې ونیول سو چي په رڼه ورځ یې د بس په یوه تمځي کي ۳ تنه لارویان په چاړه ووهل.

په ټپیانو کي دوه سوریه وال پناه غوښتونکي او درېم جرمنی دی.

پولیس وايي حمله کوونکی عصبي ناروغي لري.

په اروپايي هیوادونو کي د پناه غوښتونکو له لوري جنايي پېښې سبب سوي چي د دغو هیوادونو ولسونه پر خپلو حکومتونو فشار زیات کړي څو د مهاجرت شرایط سخته کړي.

په جرمني کي یو شمېر سختدریځي ګوندونه، چي د حکومت د مهاجرت له پالیسۍ سره مخالف دي، دا ډول پېښي د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره غوره فرصت بولي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …