چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / پښتونخوا / خټک: له غزني څخه د پاکستانیانو مړي راوړل کېږي

خټک: له غزني څخه د پاکستانیانو مړي راوړل کېږي

په پاکستان کي د بشري حقونو مخکښ مدافع او د عوامي نشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي، د غزني په جګړې کي د وژل سویو پاکستانیانو مړي درګرده پاکستان ته وروړل کېږي.

افراسیاب خټک د غزني په جګړه کي د ګڼ شمېر پاکستاني اتباعو د وژل کېدو او نیول کېدو راپورونو ته په اشارې له پاکستاني چارواکو په دې برخه کي د توضیح غوښتنه وکړه.

ښاغلي خټک د غزني په حمله کي د پاکستان مداخله په ۱۹۸۹ م کال د جلال اباد د ناورین تکرار وباله، او ویې ویل چي پاکستاني چارواکي باید خپله پالیسي بدله کړي.

په ۱۹۸۹ م کال د پاکستان د وخت حکومت او پوځ افغان مجاهدین وهڅول چې پر جلال اباد ښار یرغل وکړي. په دې یرغل کي، چي پاکستاني پوځیانو هم ګډون درلود، د جګړې په دوالړو خواوو کې په زرګونو افغانان ووژل سول او زرګونه نور معیوبه سول.

پرون د افغانستان دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وویل چې د پاکستانیانو او چیچنیايانو په شمول بهرنیو سختدریځو د غزني په یرغل کې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

تر دې وړاندې د غزني امنیه قوماندان هم ورته څرګندونې کړې وې.

جنرال بهرامي د دوشنبې په ورځ وویل چې په غزني کې ۱۹۴ تنه وسله وال سختدریځي وژل دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، نن د غزني ښار ارام دی، دوکانونه هم پرانیستل سوي خو د ښار مرکزي او اصلي تجارتي برخه سخته ویجاړه سوې ده.

طالبان د ښار شاوخوا سیمو ته تښتېدلي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې تعقیب یې کړي.

د ملګروملتو له اټکل سره سم پر غزني د طالبانو د یرغل په نتیجه کې لږترلږه ۴۰۰ تنه وژل سوي چې شاوخوا ۱۵۰ یې ملکیان دي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …