چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / ایران کي د تر ټولو لویې لمريزي برېښنا بټۍ جوړېدل وځنډول سوه

ایران کي د تر ټولو لویې لمريزي برېښنا بټۍ جوړېدل وځنډول سوه

د کرکوس په نوم برتانوي شرکت د امریکا د بندیزونو له امله په ایران کي د ۶۰۰ میګاواټه لمري یا سولري برېښنا تر ټولو لویې بټۍ جوړول وځنډول.

د دې پروژې ارزښت ۵۷۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د سولري یا شمسي برېښنا د دې بټۍ د جوړولو تړون د ۱۳۹۶ په وږي میاشت کي د کرکوس د مسوولانو او د ایران د انرژۍ وزارت ترمنځ د برتانیا پلازمېنه لندن کې سوی و.

د سې شنبې په ورځ د دغه شرکت اجرايي مشر دیه ګو بیاسي رویټرز خبري اژانس ته وویل:

پر ایران د امریکا له بندیزونو وروسته موږ پرېکړه کړې چې ایران کې خپل ټول فعالیت وځنډوو، موږ دغه حالت په ځیرتیا سره څارو.

هغه نور څه ونه ویل.

ښاغلي بیاسي له فرانس خبري اژانس سره هم خبرو کې منلې چې ایران کې یې د خپل شرکت چارې درولې دي.

ټاکلې وه، د ۹۰۰ میګاواټو دې بټۍ له بشپړېدو وروسته دا په نړۍ کې د لمري برېښنا د تولید شپږمه لویه بټۍ وپېژندل سي.

د ۲۰۱۵ کال دوبي کې له ایران د نړیوالو بندیزونو تر لرې کېدو وروسته دا د برتانیا او ایران ترمنځ تر ټولو لوی تړون و.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …