چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / پښتونخوا / په پښتونخوا کي ښځو پاکستاني پوځیانو ته د شرم بنګړي ورکړل

په پښتونخوا کي ښځو پاکستاني پوځیانو ته د شرم بنګړي ورکړل

د پښتونخوا په مرکز پېښور کي پښتنو ښځو د دغه هېواد د پوځ افسرانو ته د ښځو بنګړي ورکړل.

دا کار چي ښځي نارینه ته بنګړي ورکړي یا ټیکری/لوپټه ور په سرکړي د پښتو په کاڼي دا معنی لري چي مخاطب سړی نهایت بې غیرته او پست فطرته دی.

ویل کیږي چي د پاکستان پوځ په تېرو خواوشا ۱۵ کالونو کي په پښتونخوا او قبایلي سیمو کي ګڼ شمېر پښتانه ځوانان د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په نامه تښتولي، کړولي او وژلي دي.‌

له څو میاشتو راهیسي د قبایلي سیمو او پښتونخوا په لکونو خلک د پښتون ژغورني غورځنګ په چوکاټ کي د پاکستان د پوځ د عملونو پر ضد لاریونونه کوي چې ورځ‌ تر بلې یې نفوذ زیاتیږي.

په ورته وخت کي، ویل کیږي چي د پاکستان پوځ له یوې خوا د ترهګرو په نامه د دغو پښتنو د وژلو لپاره له غربي هېوادونو او په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو څخه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کړي، وروسته یې بیا همدا مړي بېرته د ترهګرۍ ضد جګړې د قربانیانو په نامه بیا خرڅ کړي او نورې پیسې یې پرې ترلاسه کړي دي.‌

که څه هم چې ویل کیږي،‌ د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په سیمه کې او په کور دننه دا لوبې د جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام په څېر د دیني تنظیمونو له لارې کوي، خو د جنوبي پښتونخوا وتلی دیني عالم مولانا محمدخان شېرانی وایي چې د پاکستان پوځ د کرایې پوځ دی، چې خپل حیثیت نه لري او د هر لوی هېواد چې په کار سي د پیسو په مقابل کې یې اجیروي او خپل مقصد پرې پوره کوي.‌

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …