چهارشنبه , میزان ۲۵ ۱۳۹۷
Home / خبرونه / د سوریې ادلب کي چاودني ۳۹ کسان ووژل

د سوریې ادلب کي چاودني ۳۹ کسان ووژل

د رپوټونو له مخي د سوریې د ادلب ولایت په سرمدا ښار کي یوه څو پوړې ودانۍ کي چاودني د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۳۹ کسان ووژل.

چاودنه د یکشنبې په ورځ د اګسټ ۱۲ ناوخته سوې، خو لامل یې لا هم معلوم نه دی.

مګر ځینې رپوټونه وايي، چي د دې ودانۍ مالک د وسلو قاچاقي و او له ودانۍ یې د وسلې د زېرمتون یا سلاکوټ په ډول کار اخیست.

د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې مرستندویه ډلې له بولدوزرو سره د پېښې ځای ته په بیړه رسېدلې او څو کسان یې له کنډوالو ژوندي اېستلي دي.

ویل کېږي لا هم ځیني کسان ورک دي.

لندن کي د سوریې د انساني حقونو څار ډله- چي د دغه هېواد بدلونونه څاري- وايي، د دې پېښي ډېری قربانیان له یوې اسلامپالې ډلي سره د تړلو وسلوالو د کورنیو غړي دي.

ادلب د سوریې شمال ختیځ کي د ترکیې له پولي سره نږدې پروت دی.

هغه وسلوال چي د سوریې د حکومتي ځواکونو په واک کي سیمو وتلي، ادلب ته تلي او لا یې هم دا ولایت په واک کي دی.

نږدې دوه میلیونه او پنځه لکه کسان په ادلب کي ژوند کوي.

په دوی کي نیمايي کسان یا وسلوال دي یا هم دې سیمي ته کوچېدلي دي.

د سوریې ولسمشر بشار اسد وروستیو کي خبرداری ور کړی چې ادلب ولایت به یې د پوځ تازه لومړیتوب وي.

د سوریې دولتي ځواکونو تېره اونۍ د ادلب سوېل لوېدیځ کي پر یوه مهم ښار د توپونو بریدونه پیل کړل او دا پر دغه سیمه د ځمکنیو بریدونو لپاره پیلامه بلل کېږي.

سوریه کي د ملګرو ملتونو د انساندوستانه مرستو همغګر جان اګلند د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کي خبریالانو ته وویل:

“ادلب کي اوسني شرایط بد دي، خو دا وضعیت به سل ځل نور هم بدتر سي”.

هغه هیله وښوده چي دواړه لوري د وینو تویېدلو د مخنیوي لپاره هوکړې ته ورسېږي.

About Nisar Ahmad Ahmadi

ليکوال او ژورناليست

Check Also

ولسمشر غني، ټولي دولتي ادارې د کورنیو تولیداتو رانیولو ته مکلفوم

ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفي کړي چي د …